د جرمني د ملي امنیت شورا وړاندوېنه کړې چې جرمني به د روسیې د هېبرېډي بریدونو او ګواښونو هدف پاتې شي.
د حکومت ویاند سټیفن کورنیلیوس په یوه لېکل شوې اعلامیه کې ویلي چې د ملي امنیت شورا غونډه د لومړي وزیر فریډریش میرټس په مشرۍ ترسره شوه.
کورنیلیوس څرګنده کړه چې په دې غونډه کې د بېلابېلو امنیتي ګواښونو، په ځانګړې توګه د روسیې د هېبرېډي بریدونو په اړه بحث شوی او د جاسوسۍ او سبوتاژ پر وړاندې د نویو تدابیرو پر نیولو پرېکړه شوې ده.
کورنیلیوس دې ته په اشارې سره چې د اګست په ۴مه په لایپزیګ (Leipzig) کې د روسیې له خوا د هېبرېډي برید له هڅې وروسته دا ډول ګواښونه بیا له نږدې وارزول شول، وویل: «جرمني فرض کوي چې د روسیې د هېبرېډي بریدونو د هداف په توګه به پاتې شي.»
کورنیلیوس د شورا د تصمیمونو یادونه وکړه چې حکومت به په راتلونکي کې د احتمالي هېبرېډي بریدونو پر وړاندې د عکس العمل او ځواب ویلو په موخه خپلو لارو چارو ته دوام ورکړي او زیاته یې کړه: «په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د جاسوسۍ او سبوتاژ پر وړاندې نوي ګامونه پورته شي او د حساسه او حیاتي زیربناو د خوندیتوب کچه لوړه کړل شي.»





















