بقايي په پلازمېنه تهران کې په خپله اونیزه مطبوعاتي غونډه کې د اجنډا په اړه ارزونې وکړې.
بقايي وویل چې له عمان سره خبرې اترې په هرمز تنګي کې د کښتیو د خوندي تګ راتګ ډاډ ترلاسه کولو لپاره د یوې نوې او لنډمهاله لارې د ټاکلو په موخه دي، او زیاته یې کړه:
"موږ له امریکا سره په خبرو اترو بوخت نه یو. له عمان سره خبرې اترې د هرمز تنګي له لارې د کښتیو پر خوندي تګ راتګ تمرکز لري. تر هغه چې د امریکا سمندري کلابندي او بریدونه دوام ولري، د هرمز تنګي په اوسني وضعیت کې به کوم بدلون رانشي."
نوموړي وویل چې په اوسني وضعیت کې منځګړی هېواد پاکستان دی او قطر د منځګړیتوب له هڅو ملاتړ کوي. ده دا هم وویل چې چین په سیمه کې د نښتو او ناامنیو له زیاتېدو اندېښمن دی او هڅه کوي چې وضعیت نور خراب نشي.
بقايي د دې په بیانولو سره چې د ایران په وړاندې "یرغلیز چلند" یوازې د ځواک او مخنیوي له لارې بندېدای شي، وویل چې امریکا نه یوازې د ایران، بلکې د سیمې د ټولو هېوادونو امنیت ګواښي.
بقايي څرګنده کړه چې په سیمه کې د امریکا د پوځي اډو کارول بې ثباتي زیاتوي. د ایران په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سختو څرګندونو په غبرګون کې یې وویل: "موږ باید ایرانیان پاتې شو. موږ خپل اخلاق لرو. زه فکر نه کوم چې موږ به د نورو د بدو خبرو تقلید وکړو."
په کسپین (خزر) بحیره کې د ایران پر یوې کښتۍ د اوکراین د برید په اړه هم بقايي خبرې وکړې او ویې ویل چې اوکرایني چارواکي وايي دا پېښه قصدي نه وه، خو د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي بیا بل ډول څرګندونې کړي دي. هغه وویل:
"موږ انتظار باسو چې وګورو ایا اوکراین به د خپلو هغو ادعاوو د تایید لپاره کوم ګام پورته کړي چې وايي دا پېښه قصدي نه وه. موږ به د دې ډول پېښو د تکرار مخنیوي لپاره اړین تدابیر ونیسو."





















