نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د پاکستان په سوات کې د پولیسو په یو مرکز ځانمرګی برید شوی .
د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت په سوات ولسوالۍ کې د پولیسو د مرکز مخکې ته ځانمرګی برید شوی چې له امله يي په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د پاکستان په سوات کې د پولیسو په یو مرکز ځانمرګی برید شوی .
پاکستان ځانمرګی برید

 د ژغورنې یوې ډلې او یوه سیمه ییز پولیس چارواکي ویلي، چې د یکشنبې په ورځ د پاکستان په شمال لویدیځ کې د پولیسو په د یو مرکز مخې ته په یو شکمن ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي دي. دا برید په داسې حال کې شوی چې دا هېواد له مخ په زیاتېدونکو ناامنیو سره لاس او ګرېوان دی.

دا چاودنه د خېبر پښتونخوا ولایت د سوات ولسوالۍ په کبل سیمه کې شوې ده.

د یکشنبې په ورځ په همدې سیمه کې د ځايي اوسېدونکو له خوا د پولیسو په ملاتړ یوه غونډه (لاریون) هم روانه وه، خو سمدستي دا څرګنده نه وه چې ایا د برید اصلي هدف همدا غونډه وه که نه.

د پولیسو یوه سیمه ییز چارواکي، فدا حسین ویلي چې په وژل شویو کې پنځه پولیس افسران او اته ملکي وګړي شامل دي. هغه روېټرز ته وویل، ګومان کېږي چې څوارلسم کس پخپله ځانمرګی بریدګر وي.

د پولیسو د یوې اعلامیې له مخې، په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۸ کسان ټپیان شوي دي. په بیان کې ویل شوي چې د هغو کسانو د نیولو لپاره عملیات پیل شوي چې ممکن په دې برید کې یې مرسته کړې وي.

تحریک طالبان پاکستان وسله والې ډلې په یوه بیان کې د دغه برید مسؤلیت منلی دی.

د پاکستان لومړي وزیر محمد شهباز شریف په یوه بیان کې د دغه ځانمرګي برید له امله "ژوره خواشیني او غم" څرګند کړی دی.

په وروستیو میاشتو کې د پاکستان په سرحدي سیمو کې وسله وال فعالیتونه په چټکۍ سره زیات شوي، چې ډېری یې پوځ او پولیس په نښه کوي.

پاکستاني حکومت د دغو بریدونو د زیاتوالي پړه پر افغان طالبانو اچوي او تور لګوي چې هغوی له وسله والو سره مرسته کوي. خو د طالبانو حکومت تل دا تورونه رد کړي دي.

 

 

وپلټۍ
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ
روسیې د ټیلیګرام د بنسټ اېښودونکي "دوروف" د نیولو نړیوال حکم صادر کړ
د امریکا او سعودي عربستان له بریدونو وروسته د عراق د لومړي وزیر لخوا د بیړنۍ امنیتي غونډې بلنه
اروپايي ټولنې د نتانیاهو په اړه د جرمونو د نړیوالې محکمې (ICC) د نیولو د حکم د پلي کولو غوښتنه وکړه
په جاپان کې د ۷.۱ درجې زلزلې له امله د مړو شمېر ۱۳ کسانو ته ورسېد
ولسمشر اردوغان د عراق له لومړي وزیر الزیدي سره د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې ولیدل
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ولسمشر اردوغان: "د اړیکو شورا به زموږ د هېواد ملي او نړیوال د اړیکو ظرفیت نور هم پیاوړی کړي"