نړۍ
1 د لوستلو دقیقه
روسیه: د اوکراین په لوېدیځو سیمو کې مو د اوسپنې پټلۍ پر زېربناوو بریدونو کړي دي.
د روسیې د دفاع وزارت اعلان کړی چې د اوکراین په لوېدیځو سیمو کې یې د اوسپنې پټلۍ پر هغو زېربنایي برخو بریدونو ته دوام ورکړی چې له اروپايي هېوادونو څخه د پوځي تجهیزاتو او بارونو د لېږدولو لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي.
روسیه: د اوکراین په لوېدیځو سیمو کې مو د اوسپنې پټلۍ پر زېربناوو بریدونو کړي دي.
اوکراین

روسیې خبر ورکړی چې نښه شوې سیمې «له اروپايي هېوادونو څخه د پوځي بارونو د لېږد رالېږد لپاره» کارول کېدې.

د دغه وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې په اوکراین کې د روسیې د وسله والو ځواکونو د وروستیو پوځي اقداماتو په اړه معلومات ورکړل شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې روسي ځواکونو د ورځې په اوږدو کې په اوکراین کې پر بېلابېلو موخو بریدونه کړي؛ چې په ترڅ کې یې د اوډیسا (Odessa) په ښار او شاوخوا سیمو کې د پوځي بارونو د زېرمه کولو او وېشلو لوجیستیکي مرکزونه او د بې پیلوټه الوتکو (ډرون) د تولید ورکشاپونه وېشتل شوي دي.

د اعلامیه پر بنسټ، د اوډیسا په بندر کې هغه کښتۍ چې پوځي بارونه یې لېږدول او همدارنګه د بندرونو د فعالیت برېښنایي سب سټیشنونه (ترانسفارمرونه) نښه شوي دي. په خبرپاڼه کې زیاته شوې: «د اوکراین په لوېدیځو سیمو کې د اوسپنې پټلۍ پر هغو لېږدونکو تاسیساتو بریدونه دوام لري چې له اروپايي هېوادونو څخه د پوځي توکو د لېږد لپاره کارول کېږي.»

په اعلامیه کې تایید شوې چې دا بریدونه د هوایي او دقیق هدف ویشتونکو وسلو او ډرون الوتکو پر مټ ترسره شوي دي.

وپلټۍ
د اسرائیلو رسنۍ: ولسمشر اردوغان تورکیه په منځني ختیځ کې پر یوه ننګونکي او اغېزمن فعال بدله کړې ده
حوثیانو په سعودي عربستان کې ير پوځي اډې د توغندیز او ډرون  بریدونو کولو ادعا کړې ده.
ټرمپ له ۲۵ کلونو وروسته د سېپټمبر ۱۱مې پیښه د ایران  له جګړې سره وتړله
پوټین د اوکراین خاوره کې د اروپايي پوځیانو احتمالي ځای پر ځای کول «له روسیې سره جګړه» وبلله.
په بلغاریا کې د وسلو پر ډیپو دویمه چاودنه وشوه. د شک ګوته روسیې ته نیول شوې.
له عراق څخه د سعودي عربستان د تیلو په یوې نللیکې د درون بریدونه شوي
حوثیانو سرې بحیرې مهمې جزیرې ونیولې او د باب المندب سیمه یې تر خپل کنټرول لاندې راوسته:دولتي سرچينې
د تورک دولتونو ترمنځ "ترکپول" جوړېږي
کالاس د فلسطین د غصب شوو ځمکو څخه پر اسرائیلي توکو د سوداګرۍ د بنديز ملاتړ وکړ
د الجزایر او اماراتو ترمنځه په اړیکو کې ترینګلتیا لا ژوره شوه
امریکا متحده ایالتونو پر حوثیانو د مخامخو بریدونو په اړه د سعودي عربستان غوښتنه رد کړه.
امریکایان دم ګړۍ د بهرنیو بریدونو پر پرتله "کورنی ترهګریزم" د هیواد لپاره  لوی خطر بولي
د پولنډ لومړي وزیر توسک اعلان وکړ چې د اوکراین او پولنډ پر سرحدي دروازې باندې ګواښ شنډ شو
ترامپ وايي؛ د منځمهالو ټاکنو له امله پر ایران "کامل" برید نه کوي
ترامپ د سپتمبر د ۱۱مې د پیښې د ۲۵مې کلیزې په یادغونډه کې ګډون کوي