په دې سفري سپارښتنه کې له امریکایي اتباعو غوښتل شوي چې د تازه معلوماتو لپاره ځايي رسنۍ وڅاري او د شته الوتنو په اړه له سوداګریزو هوایي شرکتونو سره مشوره وکړي.
د هغو کسانو لپاره چې د الوتنې امکان نه لري، د ارمنستان، تورکیې او ترکمنستان له لارې د ځمکنیو سرحدونو اختیارونه وړاندیز شوي دي. په ورته وخت کې یادونه شوې چې د اذربایجان ځمکنۍ پولې د عادي تګ راتګ پر مخ تړلې دي او د هاغه هېواد د حکومت مخکېنۍ اجازې ته اړتیا لري.
په اعلامیه کې خبرداری ورکړل شوی چې "امریکایي اتباع باید افغانستان، عراق یا د پاکستان او ایران سرحدي سیمو ته سفر ونه کړي." دا خبرداری هم ورکړل شوی چې ایراني چارواکي ښايي د دوی د وتلو مخه ونیسي او یا پر امریکایانو باندې له هېواده د وتلو درانه فیسونه ولګوي.
همدارنګه هغو کسانو ته چې د امریکا او ایران دوه ګونی تابعیت لري، یادونه شوې چې ایران دوه ګونی تابعیت په رسمیت نه پېژني او یوازې د ایراني اتباعو په څېر چلند ورسره کوي. په اعلامیه کې ویل شوي چې په ایران کې امریکایي اتباع د پوښتنو ګروېږنو، نیول کېدو او بندي کېدو له "جدي خطر" سره مخ دي.
هغو کسانو ته چې د وتلو توان نه لري، مشوره ورکړل شوې چې په خپلو ځایونو کې پاتې شي او له کړکیو څخه لرې واوسي.
پر ایران باندې د امریکا او اسرائیلو په جګړه کې دوه اونیز اوربند د سې شنبې په ورځ د پاکستان د لومړي وزیر او د پوځ د مشر په غوښتنه وغځول شو. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې دا اوربند به تر هغه وخته پر ځای وي چې د ایران مشرتابه د دې شخړې د پای ته رسولو لپاره یو نوی وړاندیز وړاندې کړي؛ هغه شخړه چې د خلیج هېوادونو په ګډون یې ټوله سیمه اغېزمنه کړې ده.





