منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
ایران د امریکا پر خلکو غږ وکړ ، مه پرېږدئ چې څوک مو ماشومان د اسرائیل لپاره پر اجیرانو بدل کړي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د "جیروزلم پوسټ" هغې مقالې ته اشاره کړې چې پکې د زده کونکو د پورونو او نورو مالي پورونو د بخښلو په بدل کې پر ایران باندې د ځمکني برید لپاره ددامریکایانو ځوانانو د سرتېرو په توګه د استخدامولو وړاندیز شوی
ایران د امریکا پر خلکو غږ وکړ ، مه پرېږدئ چې څوک مو ماشومان د اسرائیل لپاره پر اجیرانو بدل کړي
بقایی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند په "جیروزلم پوسټ" ورځپاڼه کې یوې مقالې ته په اشارې، چې پکې پر ایران په برید کې د امریکایي ځوانانو د جذب لپاره د پورونو او مالي ستونزو د حل وړاندیز شوی و، له عادي امریکایانو وغوښتل چې اجازه ورنه کړي ماشومان یې د اسرائیل په خاطر د مړینې لپاره پر "اجیرانو" بدل شي.

اسماعیل بقایي د جمعې په ورځ پر خپله ایکس (X) پاڼه ولیکل: "امریکایانو، له ځانه دا پوښتنه وکړئ: ولې باید ستاسو زامنو او لورانو ته د هغې جګړې په بدل کې چې اسرائیل یې غواړي، د پورونو بخښلو وړاندیز وشي چې هغوی پکې وجنګیږي او مړه شي؟"

بقایي د اې جی جاف (AJ Jaff) هغې مقالې ته اشاره وکړه چې پکې وړاندیز شوی و چې پر ایران د احتمالي ځمکني برید لپاره د سلګونو زرو امریکایانو د سرتېري په توګه د استخدامولو په خاطر دې د زده کونکو او کریډیټ کارتونو پورونه وبښل شي.

بقایي زیاته کړه: "ستاسو ژوند، ستاسو مالیات، د بل چا جګړه. مه پرېږدئ چې څوک مو په هغې جګړې کې چې تاسو هیڅکله نه ده غوره کړې، پر قربانیانو او د جګړې پر پور ورکونکو بدل کړي. مه پرېږدئ چې ستاسو ماشومان د هغوی د ناقانونه 'انتخابي جګړو' لپاره پر اجیرانو بدل شي."

د ایران د حکومت دا غبرګون وروسته له هغه راځي چې دغې مقالې ادعا کړې وه چې د امریکا اوسنی پوځي ځواک د ایران پر وړاندې عملیاتو لپاره کافي نه دی. مقالې وړاندیز کړی و چې د "GI Bill" په څېر د تاریخي هڅونو په بېلګه دې د پورونو د بخښلو له لارې سرتېري جذب شي.

جاف استدلال کړی چې د امریکا میاشتنیو سختو بریدونو د ایران نظامي وړتیا له منځه نه ده وړې او د یو ځمکني برید لپاره له ۷۵۰،۰۰۰ څخه تر ۱.۵ ملیون پورې امریکایي سرتېرو ته اړتیا ده، په داسې حال کې چې د امریکا د پوځ اوسنی فعال ځواک شاوخوا ۴۵۲،۰۰۰ تنه دی.

لیکوال ویلي چې له ۱۸ تر ۳۴ کلونو پورې یو اوسط امریکایی له ۴۰،۰۰۰ څخه تر ۱۰۰،۰۰۰ ډالرو پورې پور لري او پنټاګون همدې ډلې ته اړتیا لري. د ارقامو له مخې شاوخوا ۷۷ سلنه امریکایان پوروړي دي، چې دا شاوخوا ۲۵۰ ملیون کسان کیږي. د امریکا د کورنیو ټولیز پور ۱۸.۸ ټریلیون ډالرو ته رسیږي.

بقایي له خپل پیغام سره د "سکویډ ګیم" (Squid Game) سریال یو انځور هم خپور کړی او دا جګړه یې د اسرائیل لخوا پلان شوې بللې چې امریکایان یې باید د خپلو مالیاتو او ژوند په بدل کې تمویل نه کړي.

د فبروري په ۲۸مه امریکا د اسرائیل له عملیاتو سره یوځای شوه او پر ایران یې برید وکړ. په دغو هوايي بریدونو کې د ایران مذهبي مشر علي خامنه يي، نور لوړپوړي چارواکي او په سلګونو ملکي وګړي ووژل شول.

خو ایران د هرمز تنګي د کنټرول په ترلاسه کولو سره سمدستي غبرګون وښود او پر خلیجي هېوادونو یې د توغندیو او ډرون بریدونو باران جوړ کړ، چې د دغو تېلو لرونکو هېوادونو ثبات یې له ګواښ سره مخ کړ.

واشنګټن او تهران د جون په ۱۸مه د پاکستان په منځګړیتوب په هرمز تنګي کې د بېړۍ چلولو د ازادۍ په اړه یو تفاهم لیک لاسلیک کړ، خو په تنګي کې د امنیتي ترتیباتو پر سر د اختلافاتو له امله د دغه تفاهم لیک پلي کېدل ودرېدل.

 

وپلټۍ
د مونیخ د دفاعي صنایعو د یوه شرکت مخې ته د قصدي اور اچونې هڅه
د پاکستان پوځ: "په خېبر پښتونخوا کې ۱۵ وسله‌وال له منځه یوړل شول"
ایراني توغندیو او ډرون الوتکو کویټ په نښه کړ
اسرائیلیانو په لویدیځه غاړه کې په یوه کلي برید وکړ: دوه فلسطینیان یې ووژل
د امریکا پوځ په ختیځ ارام سمندر کې یوه کښتۍ د مخدره توکو د قاچاق په تور ډوبه کړه
په ایران کې د امریکا په هوايي بریدونو کې ۱۸ تنه وژل شوي او ۱۴۲ نور ټپیان شوي دي
ټرمپ د ایران جګړې د پای ته رسولو د اعلان په اړه غور کوي
روسیه وايي، د مسکو پر لور روانې ۳۷ بې پیلوټه الوتکې یې نسکورې کړې دي
روسیه: "موږ د اوکراین لوژستیکي مرکزونه او هغه کښتۍ چې د پوځي موخو لپاره کارول کېدې په نښه کړل."
د امریکا په مینیپولیس ښار کې وسله وال برید کې ۲ تنه وژل شوي
اوکراین ولسمشر زیلینسکي وویل چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې د بریدونو په اړه د نړۍ غبرګون کافي نه دي
له ایران سره تړلو هکرانو په امریکا کې پر حیاتي بنسټونو د سایبري بریدونو هڅه کړې ده
مصر: په سینا کې د بس د ټکر له امله ۱۶ کسان مړه شول
په لویدیځه غاړه کې، اسرائیلي سرتیرو په یوه جومات کې د عبادت پر مهال اوښکې بهونکي ګاز وکارول
د مصر په سینا کې د بس په یوه ټرافیکي پیښه کې ۱۶ تنو ژوند د لاسه ورکړ