داسې ادعا شوې چې له ایران سره تړلو هکري ډلو په وروستیو اونیو کې په متحده ایالاتو کې د مخابراتو، انرژۍ او د اوبو پر زیربناوو د سایبري بریدونو هڅې کړې دي.
د NBC نیوز خبري چینل د حکومتي او سایبري امنیت د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې دغو هکري ډلو په امریکا کې د مخابراتو، انرژۍ او اوبو د زیربناوو هغه اتوماتیک سیسټمونه په نښه کړي چې له انټرنیټ سره نښتي دي.
یادو سرچینو ادعا کړې چې له ایران سره د تړلو هکرانو دا بریدونه "تر اوسه بریالي نه وو". دوی همداراز ویلي چې د مصنوعي ځیرکتیا (AI) کارول له دې ډلو سره د اهدافو په پېژندلو او سیسټمونو ته په نفوذ کولو کې مرسته کړې ده.
یوې هکري ډلې چې ځان ته "APT IRAN" وايي او ادعا کوي چې له ایران سره تړلي سایبري عملیات پر مخ وړي، په ټولنیزو رسنیو کې په یو بیان کې ویلي چې د دوی پخوانیو خبرداریو ته پام نه دی شوی. دوی ویلي: "ډېر ژر به امریکا د انرژۍ، اوبو او مخابراتو په سکتورونو کې د ناڅاپي او بحراني پېښو شاهده وي."
د امریکا فدرالي تحقیقاتي ادارې تېره میاشت خبر ورکړی و چې په لږترلږه ۷ ایالتونو کې د ښاروالیو د اوبو پر سیسټمونو د سایبري بریدونو د یوې څپې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.
د امریکا د سایبري امنیت او د زیربناوو د امنیت ادارې (CISA) د جولای په میاشت کې اعلان کړی و چې د اوبو او فاضله اوبو په ۱۰۰ څخه ډېرو مرکزونو کې پر انټرنیټي سیسټمونو بریدونه شوي دي. دغې ادارې د اګسټ په ۲۱مه د یو خبرداري په خپرولو سره له ټولو حیاتي بنسټونو وغوښتل چې "د نفوذ پر وړاندې خپل اړونده امنیتي میکانیزمونه پیاوړي کړي."
























