منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
ایراني توغندیو او ډرون الوتکو کویټ په نښه کړ
د کویټ وسله والو ځواکونو اعلان وکړ چې د دوی هوايي دفاعي ځواکونه له ایران څخه د پیل شویو دښمنانه توغندیزو او ډرون بریدونو سره په مقابله بوخت دي؛ دا په داسې حال کې ده چې په خلیج کې سیمه ییزې نښتې په زیاتېدو دي.
ایراني توغندیو او ډرون الوتکو کویټ په نښه کړ
کویټ

د کویټ د وسله والو ځواکونو لوی درستیز په اېکس (پخواني ټویټر) کې په یوه پوسټ کې وویل: "د کویټ هوايي دفاعي ځواکونه اوس مهال د ایران د کرکجن تېري وروسته د دښمن له توغندیزو او ډرون بریدونو سره مقابله کوي."

پوځي مشرتابه تایید کړه چې د هېواد په ځینو برخو کې اورېدل شوې زورورې چاودنې د هوايي دفاعي بیټریو د فعالیت پایله ده چې را روان دښمن اهداف په نښه کوي او شنډوي یې. دوی له وګړو او مېشتو کسانو وغوښتل چې د اړوندو چارواکو له خوا صادر شوي امنیتي او خوندیتوب لارښوونې په کلکه په پام کې ونیسي.

د اډو امنیت

د ایران د 'ایریب' (IRIB) خبري اژانس ادعا کړې چې په کویټ کې د امریکا پوځي اډې په دغو عملیاتو کې ویشتل شوې دي. دې اژانس راپور ورکړی چې د امریکایانو یوه اډه ویشتل شوې چې له امله یې د لوګیو لړې پورته کېږي.

دا هوايي برید په داسې حال کې کېږي چې د خلیج په سیمه کې نظامي نښتې خورا سختې شوې دي، چېرته چې متحده ایالات او ایران د تېرې فبرورۍ میاشتې راهیسې یو پر بل بریدونه کوي.

کویټ په وار وار ځان د ایراني بریدونو په حد  کې موندلی دی.

تر اوسه دا روښانه نه ده چې په دغو پرله پسې هوايي بریدونو کې د کویټ وسله والو ځواکونو یا د دغه هېواد بنسټیزو تاسیساتو ته کوم زیان اوښتی او که نه، او یا هم مرګ ژوبله لري که څنګه.

 

وپلټۍ
د ایران سرې میاشتې ټولنه: امریکا په هرمزګان کې د واده پر مراسمو بمباري کړې، ملکي وګړي یې وژلي
اسرائیلو د لبنان په سویل تازه هوايي بریدونه کړي دي
ایران د هر ډول اټومي برید په صورت کې د ځوابي برید ګواښ وکړ؛ خلیجي هېوادونو ته يي خبرداری ورکړ
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
ايرانی چارواکی: د هرمز تنګی به تر هغو تړلی وي چې د ايران پر وړاندې ګواښونه پای ته نه وي رسېدلي
د ایران ولسمشر: موږ به د خپلې خاورې بشپړتیا وساتو، خو د جګړې د پراخولو لیوالتیا نه لرو
ایران: له عمان سره خبرې اترې د هرمز تنګي له لارې د کښتیو په تګ راتګ تمرکز لري
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ
د امریکا او سعودي عربستان له بریدونو وروسته د عراق د لومړي وزیر لخوا د بیړنۍ امنیتي غونډې بلنه
په تهران کې په یوه مرکزي سیمه کې د ټرمپ یو انځور ځوړول شوی چې پر سر يي  "انتقام" حتمي دی لیکل شوي دي
عراقچي د عمان او سعودي عربستان  د بهرنیو چارو وزیرانو سره پر "سیمه ییزو مسایلو" خبرې وکړې
په غزه کې له یوې ودانۍ څخه، د دوو کورنیو ۹۹ مړي راوویستل شول
ایران د هرمز تنګي نه  د ۶ کښتیو د تیریدو مخه ونیوله