د روسیې د دفاع وزارت خبر ورکړ چې دوی د اوکراین هغه لوژستیکي مرکزونه او کښتۍ په نښه کړې چې د پوځي موخو لپاره کاریدل.
د وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې د روسیې پوځ په اوکراین کې د لوړ دقت لرونکو وسلو او بې پیلوټه الوتکو په وسیله بریدونه دوام لري.
په بیان کې یادونه شوې چې د کیف په سیمه کې د پوځي موخو لپاره کارول شوي درې لوژستیکي مرکزونه په نښه شوي، او په چورنومورسک بندر او په توره بحیره کې دوه کښتۍ چې پوځي بار یي وړه په نښه شوي.
د وزارت په بیان کې دا هم ویل شوي چې د اوډیسا په بندر کې پوځي ډیپوګان په نښه شوې دي.

























