د انګلستان لومړی وزیر وویل چې د اوس لپاره له اروپايي ټولنې سره بېرته یوځای کېدل کوم انتخاب نه دی.
د انګلستان لومړي وزیر انډي برنهام څرګنده کړه چې غواړي د خپل ژوند په اوږدو کې انګلستان بېرته له اروپايي ټولنې سره یوځای کیدل وویني، خو په ورته وخت کې یې پر دې هم ټینګار وکړ چې دا اوس مهال حتمي نه ده چې دا انتخاب دې تعقیب شي.
برنهام دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ له بي بي سي (BBC) سره په خبرو کې وکړې. له هغه څخه وپوښتل شول چې ایا په یوه مناسب او ایډیال حالت کې غواړي چې انګلستان بېرته له اروپايي ټولنې سره یوځای شي؟
لومړي وزیر یوه شېبه له ځنډ (چپتیا) وروسته وویل: "زه غواړم انتخابونه و ارزوم." د خپرونې چلوونکي د لومړي وزیر د ځنډ په اړه پوښتنه وکړه ، چې ایا دا دوه زړه توب (تردد) په حقیقت کې دې ته اشاره کوي چې غواړې "هو" ووايي، خو له ویلو یې ډډه کوي.
برنهام یې په غبرګون کې وویل: "ما مخکې هم دا خبره کړې ده، د انکار کول کومه مانا نه لري. ما په خپل کتاب کې هم یادونه کړې وه چې زه غواړم د خپل ژوند په اوږدو کې انګلستان له اروپايي ټولنې سره بېرته یوځای ووینم."
انډي برنهام زیاته کړه: "خو دا هغه حالت نه دی چې حتماً دې همدا اوس رامنځته شي. ځکه چې دا باید وپوهېږو چې موږ به له بېلابېلو انتخابونو سره څنګه چلند کوو او ماهیت به یې څه وي."
برنهام دې موضوع ته د رسېدو لپاره څلور احتمالي لارې چارې (لیدلوري) په ګوته کړې: د اوسني وضعیت ساتل، له ګمرکي اتحادیې سره یوځای کېدل، هم له ګمرکي اتحادیې او هم واحد بازار سره یوځای کېدل، او یا بېرته له اروپايي ټولنې سره یوځای کېدل.


















