«د تورکیې او عراق چارواکو په سنجار کې د دولتي واکمنۍ پر بشپړ پلي کولو او د غیرقانوني بهرنیو وسله والو عناصرو د شتون پر پای ته رسولو پرېکړه وکړه.»
د تورکیې د ولسمشرۍ د عامه اړیکو ریاست د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې په نیویارک کې د ولسمشر اردوغان او د عراق د لومړي وزیر زیدی ترمنځ له لیدنې وروسته «د تورکیې او عراق ګډه مطبوعاتي اعلامیه» خپره کړه.
د اعلامیې له مخې، د تورکیې او عراق چارواکو د دواړو هېوادونو ترمنځ ستراتیژیکې اړیکې په هر اړخیزه توګه وڅېړلې او په امنیتي برخه کې یې د همکاریو پر پراخولو موافقه وکړه. په دې چوکاټ کې، په سنجار کې د دولتي واکمنۍ او حاکمیت پر بشپړ ټینګښت او د غيرقانوني بهرنیو وسله والو عناصرو د حضور پر پای ته رسولو توافق وشو.
په امنيتي اقداماتو کې د عراق د پرمختګ په رڼا کې او د ټاکل شوي مېکانیزم او مهالوېش مطابق، تورکي ځواکونه به د بعشيقه-زیلکان پوځي اډه په تدریجي ډول د عراق فدرالي حکومت ته وسپاري.
دواړو لوریو همدارنګه د دوه اړخیزې سوداګرۍ او پانګونې د کچې پر زیاتولو، د لاسلیک شوو تړونونو پر سمدستي پلي کولو او د ګډو ستراتیژیکو پروژو په ځانګړي ډول د «پراختیا لارې» پروژې پر چټکولو هم نظر تر لاسه کړ او اتفاق ته ورسېدل.

























