بقايي وویل چې پر تنګي (هرمز) د ایران د حاکمیت حق به هیڅکله د معاملې موضوع ونه ګرځي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت او د مذاکره کونکي ټیم ویاند اسماعیل بقايي ویلي: "که چېرې زموږ ملي ګټې په پام کې ونیول شي، له امریکا سره د مذاکراتو بیا پیل کېدل ممکن دي."
اسماعیل بقايي په پلازمېنه تهران کې په خپله اونیزه خبري ناسته کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې .
هغه د دې په یادولو سره چې منځګړو هېوادونو ایران ته ځینې پیغامونه رسولي، وویل: "که زموږ ملي ګټې خوندي شي، له امریکا سره د خبرو اترو بیا پیلول شوني دي. د 'یا مذاکره یا جګړه' او 'یا ډیپلوماسي یا جګړه' دوه ګونی انتخاب زموږ د هېواد په ګټه نه دی. ایران په ځینو حالاتو کې له دفاعي وسایلو او په ځینو کې بیا د ډیپلوماسۍ له لارې خپلې ګټې خوندي کوي."
د هرمز تنګي په اړه بقايي وویل چې پر دغه تنګي د ایران د حاکمیت حق د بحث او معاملې وړ نه دی. هغه په دې اړه داسې وویل:
"موږ هوډ لرو چې د خپلو نیول شویو تدابیرو له لارې پر هرمز تنګي خپل حاکمیت ثابت کړو. موږ باید اجازه ورنکړو چې هرمز تنګی د ایران د ملي امنیت د ګواښلو په موخه وکارول شي."
بقايي د تېرې میاشتې په ترڅ کې په پاکستان کې د ایران او امریکا ترمنځ د لاسلیک شوي تفاهم لیک په اړه وویل چې د دغه متن شرطونه د بل ډول تفسیر وړ نه دي او د امریکا لپاره د خپلو ژمنو د ماتولو لپاره هیڅ پلمه نشته. هغه زیاته کړه چې دوی مخکې هم ویلي وو، که څرګنده شي چې امریکا خپل مکلفیتونه نه پوره کوي، نو ایران به هم خپل مسؤلیتونه ترسره نه کړي.






















