کلتور
2 د لوستلو دقیقې
اردوغان د ملګرو ملتونو سرمنشي ګوتریش ته د اتاترک نړیواله د سولې جایزه ورکړه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په انقره کې د یو لړ مراسمو پر مهال د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش ته د «اتاترک نړیواله د سولې جایزه» ورکړه.
اردوغان د ملګرو ملتونو سرمنشي ګوتریش ته د اتاترک نړیواله د سولې جایزه ورکړه
اردوغان د ملګرو ملتونو سرمنشي ګوتریش ته د اتاترک نړیواله د سولې جایزه ورکړه / AA


د تورکیې ولسمشر د سیمه ییزې جګړې د مخنیوي لپاره پر ډیپلوماسۍ ټینګار وکړ او د ملګرو ملتونو د لا پراخوالي او شمولیت غوښتنه یې وکړه.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په انقره کې د یو لړ مراسمو پر مهال د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش ته د «اتاترک نړیواله د سولې جایزه» ورکړه.

اردوغان د پنجشنبې په ورځ په دې مراسمو کې د وینا پر مهال د سولې د ټینګښت او څو اړخیزو همکاریو په برخه کې د ملګرو ملتونو د مشر د هڅو ستاینه وکړه او د دې نړیوال سازمان د پیاوړتیا لپاره یې د تورکیې پر ژمنې یو ځل بیا ټینګار وکړ.

اردوغان وویل چې انقره به د هغو نوښتونو ملاتړ ته دوام ورکړي چې هدف یې د ملګرو ملتونو د لا پراخوالي او په هغه کې د ټولو هېوادونو د عادلانه استازولۍ ډاډ ترلاسه کول دي. هغه وویل: «د داسې یو مشر په توګه چې باور لري له عدالت پرته هیڅ پرمختګ، سوله او ثبات نه شي راتلای، موږ به د یوې پراخې او شموله جوړښت په لور د ملګرو ملتونو د بدلولو د هڅو ملاتړ ته دوام ورکړو.»

د پراخې جګړې د مخنیوي لپاره ډیپلوماسي
ترکي ولسمشر په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو د مخنیوي لپاره د انقرې ډیپلوماټیکو هڅو ته هم اشاره وکړه. هغه خبرداری ورکړ چې د ایران په شاوخوا کې د تاوتریخوالي دغه لړۍ دا خطر لري چې ټوله سیمه له یوې سترې غمیزې (فاجعې) سره مخ کړي.

نوموړي وویل چې تورکیه پراخه ډیپلوماسي پر مخ وړي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې جګړه نوره پراخه نه شي.

سره له دې چې د امریکا، اسرائیلو او ایران ترمنځ د خبرو اترو د هیلو د کمزوري کولو هڅې روانې دي، اردوغان وویل چې انقره به په صبر او پیاوړې ارادې سره د ډیپلوماټیکو حل لارو ملاتړ ته دوام ورکړي."

 

وپلټۍ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د یمن د حوثیانو لخوا په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان پر ټانکرونو برید
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ممداني له فدرالي حکومت غوښتنه وکړه چې نتانیاهو ونیسي؛ وایي دوی یې د نیولو واک نه لري
د تورکیې د والیبال بریا؛ د ښځو او نارینه وو ملي لوبډلې د ملتونو لیګ (VNL) پایلوبو ته ورسېدې
په سومالیا کې د ترکي پوځیانو د دندې موده د نورو ۲ کلونو لپاره وغځول شوه
د امریکا د دفاع وزیر هیګسټ: له ایران سره د جګړې لګښت "۳۷.۵ میلیارده ډالرو ته لوړ شوی"
د روسیې په سویل کې د "وایلدبریز" پر لوجستیکي مرکزونو د بې پیلوټه الوتکو برید وشو