تورکیه
4 د لوستلو دقیقې
ولسمشر رجب طیب اردوغان د تورکیې جمهوریت د تاسیس د  ۱۰۳مې کلیزې په مناسبت د مبارکۍ پیغام خپور کړ
ولسمشر اردوغان په خپل پیغام کې وویل: "لله الحمد، تورکیه نن تر پرون ډېره پیاوړې ده. انشاالله سبا به لا ډېره پیاوړې او لا ډېره اغېزمنه وي."
ولسمشر رجب طیب اردوغان د تورکیې جمهوریت د تاسیس د  ۱۰۳مې کلیزې په مناسبت د مبارکۍ پیغام خپور کړ
أردوغان

نن موږ د خپل جمهوریت د تاسیس ۱۰۳مه کلیزه په ډېر ویاړ او جوش سره لمانځو. زه خپل ګران ملت، زموږ د قبرس تورکي وروڼو او د نړۍ په بېلابېلو برخو کې مېشتو خپلو ټولو هېوادوالو ته د اکتوبر د ۲۹مې د جمهوریت ورځې مبارکي وایم.

زه له خپلو هغو قدرمنو مېلمنو د زړه له کومې مننه کوم چې په بهرنیو ماموریتونو (سفارتونو او قونسلګریو) کې زموږ د دې ملي ورځې په خوښۍ او ولولو کې برخه اخیستې ده. همدارنګه زه د خپلو ټولو هغه ورونو نه چې  زموږ په خوښۍ خوشحالیږي او زموږ په خفګان خفه کیږي زمونږ سره پدې خوښۍ کې د ګډون له امله مننه کوم.

"زموږ هېواد د یوه پیاوړي راتلونکي په لور په ډاډمنو ګامونو پرمخ روان دی"
زموږ جمهوریت د تورکي ملت، چې تاریخ یې له پرتمینو بریاوو او مبارزو ډک دی، د خپلواکۍ د ارادې، د ازاد ژوند کولو د هوډ او د خپل راتلونکي د ټاکلو د عزم تر ټولو پیاوړې نښه ده. هغه ملي مبارزه چې موږ د غازي مصطفی کمال اتاترک په مشرۍ په سترو قربانیو ترسره کړه، ټولې نړۍ ته یې وښوده چې یو ملت چې په یووالي او پیوستون کې سره متحد وي، حتی په سختو شرایطو کې هم څه ترلاسه کولی شي. د امکاناتو په نشتوالي کې ترلاسه شوې دې سترې بریا نه یوازې د یوه ملت برخلیک بدل کړ، بلکې په تاریخ کې یې د ملي ارادې ځواک او د خپلواک ژوند کولو د حق نه بېلېدونکی ارزښت هم ثبت کړ.

پوره ۱۰۳ کاله وړاندې هغه هوډ، مېړانه او قاطعیت چې موږ د یوه ملت په توګه وښود، نن هم زموږ د هڅونې تر ټولو پیاوړې سرچینه ده. موږ په تېرو ۲۴ کلونو کې له دفاعي صنعت څخه تر انرژۍ، او له ټرانسپورټ څخه تر ډیپلوماسۍ پورې په پراخه کچه وهل شوي مزلونه د یوې اغېزمنې او سوکاله تورکیې پر لور د لارې د مهمو پړاوونو په توګه ګورو. زموږ هېواد چې خپله ټیکنالوژي پرمخ وړي، په دفاعي برخه کې خپل امکانات او وړتیاوې زیاتوي، د انرژۍ د اکمالاتو امنیت پیاوړی کوي، د ټرانسپورټ زیربناوې د عصر د غوښتنو سره سم نوي کوي او خپله تولیدي وړتیا په دوامداره توګه لوړوي، د یوه پیاوړي راتلونکي په لور په ډاډمنو ګامونو پرمخ روان دی.

"موږ به په ګډه د تورکیې جمهوریت تر دې هم روښانه سبا ته ورسوو"
د تورکیې په توګه، په داسې یوه سخت پړاو کې چې زموږ په نږدې ګاونډ او د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې جګړې، شخړې او بحرانونه روان دي، موږ نه یوازې خپل ثبات ساتو بلکې د شخړو د حل لپاره مسوولیت هم اخلو. 'په نړۍ کې سوله، په سیمه کې سوله او په هېواد کې سوله' تر شعار لاندې، موږ به له دې وروسته هم د سولې او عدالت لپاره خپلو هڅو ته په قاطعیت سره دوام ورکړو.

د ۸۶ میلیونو وګړو په توګه د خپلو ګډو ارزښتونو پر شاوخوا په راټولېدو سره، موږ به په ګډه د تورکیې جمهوریت - کوم چې موږ یې د خپل اسماني چت په توګه ګورو - تر دې هم روښانه سبا ته ورسوو، او د 'تورکیې پېړۍ' هدف به له خبرو څخه په عمل بدل کړو.

زه غواړم په ډېرې خوښۍ سره دا ووایم چې لله الحمد ترکیه نن تر پرون ډېره پیاوړې ده. انشاالله سبا به په هره برخه کې لا ډېره پیاوړې، لا ډېره با اعتباره او لا ډېره اغېزمنه وي. د الله په فضل سره به ترکي ملت پر روانې پېړۍ خپل مهر ولګوي (خپل اغېز به پرېباسي). لوی څښتن دې د یوه ملت په توګه زموږ لاره او بخت روښانه کړي. په دې مناسبت زه د خپل جمهوریت بنسټ ایښودونکی غازي مصطفی کمال اتاترک، د هغه د سنګر ملګري، د خپلې ملي مبارزې اتلان او هغه ګران شهیدان چې د خپل هېواد په لار کې یې خپل ځانونه قرباني کړل، د رحمت په دعاګانو سره یادوم او خپلو غازیانو ته د درناوي مراتب وړاندې کوم. زموږ د جمهوریت ۱۰۳مه کلیزه دې مبارک وي.

وپلټۍ
په اسرائیلو کې د پارلماني ټاکنو لپاره رای اچونه پیل شوه
د ایتوپیا په اورومیا سیمه کې په بریدونو کې لږ تر لږه ۶۰ ارتودوکس عیسویان وژل شوي.
روسیې په اوکراین کې د خرسون په لوري لنډمهاله اوربند پیل کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
افغانستان ویلي دي چې پاکستان په افغانستان کې د عملیاتو پر مهال ملکي وګړي وژلي دي.
ملګري ملتونه : اسرائیلو په غزه کې د نسل وژنې ترڅنګ په فلسطیني خاوره کې جنګي جنایتونه هم کړي
اوکراین د روسیې په ورونیژ سیمه کې د بې پیلوټه الوتکې مرګونی برید وکړ.
د صربستان ولسمشر ولسمشر ووچیچ په پارلماني ټاکنو کې خپله ماتې ومنله
زیلینسکي  ویلي دي  د امریکا، اوکراین او روسیې درې اړخیزې خبرې به په نوامبر کې ترسره شي .
سي ان ان: که ټرمپ پرېکړه وکړي، امریکایي ځواکونه کولای شي په ۹۶ ساعتونو کې پر ایران لوی بریدونه پیل ک
د تورکيې، سعودي عربستان او پاکستاني لوړپوړي چارواکي به د امنیتي خبرو لپاره ایران ته سفر وکړي
د اسرائیلو د اپوزیسیون مشر د نتنیاهو د ایران جګړې پلانونو په تړاو د 'ملي خیانت' څېړنو غوښتنه وکړه
تورکي دولتونه به د انقرې په سرمشریزه کې له کرنې نیولې تر فضا پورې پر همکاریو تمرکز وکړي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي وویل چې د جګړې بیا پیلېدل به د ایران دریځ بدل نه کړي.
د امریکا ولسمشر ټرمپ څرګنده کړه چې ښايي سبا پر ایران برید وکړي او یا هم یوه لویه هوکړه ورسره وکړي