نړۍ
4 د لوستلو دقیقې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران پر امریکا تور لګوي چې په خبرو اترو کې بې پروايي کوي او پر تهران غوښتنې تحمیلوي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران پر امریکا تور لګوي چې په خبرو اترو کې بې پروايي کوي او پر تهران غوښتنې تحمیلوي

ایران د دوشنبې پر ورځ په خبرو اترو کې د متحده ایالاتو حکومت پر بې پروایۍ تورن کړ. تهران وویل چې واشنګټن په مکرر ډول ډیپلوماټیک بهیرونه د خپلې ارادې او غوښتنو په تحمیلولو سره زیانمن کړي دي.

د ایران د دولتي خبري اژانس ایرنا د خبر له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي په خپله اونیزه مطبوعاتي غونډه کې وویل: «امریکايي اړخ د خبرو اترو په بهیر کې جدی نه دی.»

بقايي واشنګټن په مکرر ډول د بې اساسه ادعاوو په پورته کولو تورن کړ. هغه خبریالانو ته ددې په یادونې سره چې چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۵ کال په جون کې پر ایران د امريکا له پلان شوي پوځي برید څخه لږ وړاندې له خبرو اترو ملاتړ کړی و.

بقايي زیاته کړه: «تاسو دې ته څه وایاست؟ ایا تاسو په دغه سياست کې کوم ښه نیت وینئ؟»

په غزه کې روانه قحطي د اسرائیلو د ټاکنیز کمپاین اجنډا شوې ده

د اسرائیلي سیاستوالو له خوا د فلسطینیانو پر وړاندې سختې او افراطي څرګندونې د سې شنبې د ورځې د پارلمان له ټاکنو مخکې په کاندیدولیو کمپاینونو کې خورا پیاوړې شوې دي، پر داسې مهال چې په غزه کې بشري وضعیت د اسرائیلو د سختو محدودیتونو او دوامداره تېریو له امله په سخته توګه بحراني شوی دی.

تېره اونۍ د اسرائیلو د ملي امنیت وزیر اتمار بن ګویر د خپل «یهودي ځواک» ګوند لپاره د مصنوعي ځیرکتیا(AI) له لارې جوړه شوې داسې تبلیغاتي ویډیو خپره کړه چې ښیي غزه تر ۲۰۳۰ کال پورې په بشپړ ډول ویجاړه شوې ده.

دمګړۍ په غزه کې نږدې ۱.۴ میلیون فلسطینیان د خوراکي توکو له سختې قحطۍ او کمښت سره مخ دي. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د اسرائیلو وژونکي محدودیتونه، د تفتیش ځنډني طرزالعملونه او د سرحدي پولو کم ظرفیت د عاجلو بشري مرستو رسېدو ته خنډ واقع کېږي.

لولا د برازیل د ولسمشر په توګه له سختې سیالۍ وروسته د څلورم ځل لپاره ټاکنې وګټلې

د برازیل ولسمشر لویز اناسیو لولا دا سلوا  د محافظه کار سناتور فلاویو بولسونارو  پر وړاندې د دوهم پړاو ټاکنو په ګټلو سره د څلورم ځل لپاره ولسمشر وټاکل شو. رسمي پایلو تایید کړه چې د لولا بریا او مخکښوالی له شک پرته ثابت شوی دی.

د سلو په سلو کې (۱۰۰٪) رایو له شمېرلو وروسته، د برازیل د ټاکنو عالي کمیسیون اعلان وکړ چې تجربه‌کار کیڼ اړخي مشر ۵۱.۷ سلنه رایې ترلاسه کړې، پداسې حال کې چې د پخواني ولسمشر جیر بولسونارو زوی فلاویو بولسونارو ۴۸.۲ سلنه رایې ګټلې دي.

لږ تر لږه د ۴۵ هېوادونو مشرانو او بهرنیو لورو  په ګډون د اروپایي ټولنې، سعودي عربستان، پاکستان، چین، فرانسې، هند، سویلي افریقا او د لاتینې امریکا د ځینو هېوادونو لولا ته د هغه د بریا له امله مبارکي ویلې ده. ډېری مشرانو دا پایله د برازیل د ډیموکراتیکو ارزښتونو بریا بللې ده.

د اوکراین د بې پیلوټه الوتکې په وژونکي برید کې د روسیې په ورونیز سیمه کې تلفات اوښتي دي

د سیمې والي د دوشنبې پر ورځ اعلان وکړ چې د روسیې په ورونیز  سیمه کې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکې (ډرون) په برید کې دوه کسان وژل شوي او د یوه ماشوم په ګډون ۱۷ نور ټپیان شوي دي.

والي الکساندر ګوسیف په هغې بیان کې چې د روسیې پر ټولنیزه شبکه «میکس» (Max) خپور شوی، د قربانیانو له کورنیو او خپلوانو سره ژوره خواخوږي او همدردي څرګنده کړې ده.

ګوسیف له اوسېدونکو څخه وغوښتل چې د چاودنو عکسونه او ویډیوګانې آنلاین پر انټرنیټ مه خپروئ، په ځانګړې توګه هغه چې د هوایي دفاعي سیستمونو عملیاتي نقطې او جغرافیايي موقعیت افشا کوي.

ایران د سیمه ییز تاوتریخوالي د کمولو په پار د تورکیې، سعودي عربستان او پاکستان ډیپلوماټان منلي دي

د ایران دولتي تلویزیون راپور ورکړی چې تهران د دوشنبې په ورځ له تورکیې، پاکستان او سعودي عربستان سره لوړپوړې خبرې اترې پیل کړې ترڅو د سیمه ییز امنیت او په منځني ختیځ کې د روانو دپلوماټیکو ستونزو د کمولو په پار هلې ځلې وڅېړي.

د ایران د ولسمشرۍ پر ویب پاڼه خپرو شویو انځورونو کې ښکاري چې د یادو درېیو هېوادونو جګپوړو استازو د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره لیدلي دي.

دا ډیپلوماټیک سفر د مکی د ګډ دفاعي تړون د لاسلیک کونکو هېوادونو د هغو روانو هڅو برخه ده چې غواړي په سیمه کې امنیتي او پوځي تاوتریخوالی کم کړي.

 

وپلټۍ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د ملګرو ملتونو په ورځ، د یوې 'عادلانه او ټول شموله' امنیت شورا غوښتنه وکړه
نتنیاهو وايي له اسرائیلو سره د امریکا د پوځي ملاتړ پای ته رسېدل 'یوازې د وخت خبره ده'
پداسې حال کې چې په  منځني ختیځ کې د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ دوام لري، د واشنګټن له لوري د پام وړ
روسیې په اوکراین کې پر یو بندر او په یوې روانې باري بېړۍ د برید نه خبر ورکړی دی.
تورکیې په اردن کې پر یوې کلیسا شوی برید په کلکه وغانده
د اردن په سویل کې پر یوې کلیسا په وسله وال برید کې ګڼ شمېر کسان وژل شوي
کرملین وايي، له امریکا سره د شوي تړون له مخې د روسي ډیزلو وړونکی لومړنی ټانکر روان شوی دی
د فرانسې د ترهګرۍ ضد څارنوالان پاریس ته نږدې د مرګونې برید پلټنه کوي
نتنیاهو په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د 'بشپړ ټولبند' او د الخلیل د 'تړلو' امر وکړ
اردوغان د استانبول د منځګړیتوب په نهم کنفرانس کې د ډیپلوماسۍ پر دوام ټینګار وکړ
د نوي زیلاند جګپوړي پوځي قوماندان د 'نامناسبو اړیکو' له امله استعفا ورکړه
پنټاګون د لاکهیډ مارټین دفاعي صنایع شرکت سره  د ۸۵۰ ایف-۳۵ الوتکو تړون لاسلیک کړ
ټرمپ پر الهان عمر د جعلي هویت د کارولو تور و لګاوه او د هغې د استعفا غوښتنه یې وکړه
د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د نښتې له امله ۴ پولیس او ۲ وسله وال وژل شوي دي
د مهمو خبرونو غورچاڼ