د امریکا پوځ د عراق په شمال کې یوه خونړۍ پېښه تایید کړه او په اردن کې د ایران له برید وروسته د وژل شویو او لادرکه شویو سرتیرو په اړه یې نوي معلومات خپاره کړل.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) په وینا، د عراق په شمال کې یو امریکایي پوځي هغه مهال ووژل شو او بل ټپي شو چې د ایران د یوې رانسکورې شوې ځانمرګې ډرون الوتکې ناچاوده توکي یې شنډول.
سنتکام په اېکس (پخواني ټویټر) کې په یوه پوسټ کې ویلي: "د جولای په ۱۸مه د عراق په شمال کې یو امریکايي سرتیری د ایران د یوې نسکورې شوې ډرون الوتکې د ناچاوده توکو د کنټرول شوې چاودنې پر مهال ووژل شو."
دغې نظامي قوماندانۍ زیاته کړې: "یو بل سرتیری ټپي شوی او د لږ ټپ له امله یې طبي درملنه دوام لري."
په اردن کې د ډرون برید
سنتکام همدارنګه د تېرې جمعې په ورځ په اردن کې د ایران د بالستیک توغندیو او ډرون بریدونو په اړه نوي معلومات ورکړل چې په ترڅ کې یې دوه امریکايي سرتیري وژل شوي او یو بل لادرکه و.
قوماندانۍ وویل چې دوی مخکې د جولای د ۱۷مې له برید وروسته د دوو سرتیرو د وژل کېدو او د دریم هغه د لادرکه کېدو خبر ورکړی و.
سنتکام څرګنده کړه: "له هراړخیزې پلټنې وروسته، امریکایي نظامي پرسونل نن په سیمه کې ناپېژندل شوي پاتې شوني (جسد) وموندل. د دغو پاتې شونو د پېژندنې او تایید پروسه روانه ده."
قوماندانۍ ویلي چې د وژل شویو او لادرکه شویو کسانو د هویت په ګډون نور معلومات یې د هغوی کورنیو ته د درناوي په خاطر تر اوسه نه دي په ډاګه کړي.




















