روسي چارواکي وايي، تېره شپه له ۴۰۰ څخه زیاتو ډرون الوتکو پلازمېنه (مسکو) په نښه کړې، چې ۸۵ یې مسکو ته په نږدې کېدو کې له منځه وړل شوي او په څو ځایونو کې اور لګېدلی دی.
د روسیې ټیلیګرام چینلونو د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ چې اوکرایني ډرون الوتکو تېره شپه د مسکو سیمه په نښه کړه او د راپورونو له مخې یې د تېلو یوې ډیپو او یوې لوجستیکي ودانۍ باندې بریدونه کړي دي.
په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي عکسونه او ویډیوګانې ښيي چې د کرملین سویل ته په ۴۰ کیلومترۍ کې په پوډولسک ښار کې د تېلو په یوه ذخیره کې له برید وروسته ستره اورلګیدنه رامنځته شوې. د ذخیره نه تور لوګي پورته کیږي.
د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین وویل چې تېره شپه له ۴۰۰ څخه زیاتو ډرون الوتکو د مسکو سیمه په نښه کړه، خو زیاته یې کړه چې هوايي دفاعي سیسټمونو د هغو ډېره برخه شنډه کړې ده.
سوبیانین په دولتي "MAX" پلیټ فارم کې لیکلي: "د شپې له ۸:۳۰ بجو څخه د سهار تر ۵:۰۰ بجو پورې، د دښمن له ۴۰۰ څخه زیاتو بې پیلوټه الوتکو د مسکو سیمې په لور الوتنې وکړې. ډېره برخه یې په لیرې واټن کې د هوايي دفاعي ځواکونو لخوا له منځه یووړل شول. ۸۵ بې پیلوټه الوتکې مسکو ته په نږدې کېدو کې ویجاړې شوې."
د روسیې پر خاوره د بریدونو زیاتوالی
کیف په وروستیو میاشتو کې د روسیې پر خاوره بریدونه زیات کړي او دا یې پر اوکراین د روسیې د څلور کلنو بریدونو غچ بللی دی.
بلخوا، د روسیې "ټاس" دولتي خبري اژانس خبر ورکړی چې د مسکو په سیمه کې د چاودنې له امله د دریو بهرنیو اتباعو په ګډون شپږ تنه په روغتون کې بستر شوي دي.
دومودیدوفو روغتون په یوه اعلامیه کې چې ټاس خپره کړې ویلي: "شپږ تنه چې د چاودنې له امله په بېلابېلو کچو ټپیان شوي ول، روغتون ته وړل شوي، چې درې یې بهرني اتباع دي." تر اوسه دا نه ده روښانه شوې چې آیا دغه ټپونه په مستقیم ډول له ډرون بریدونو سره تړاو لري که نه.
دومودیدوفو، چې د مسکو سویل ته پروت دی، د روسیې د پلازمېنې یو له نړیوالو هوايي ډګرونو څخه هم هلته موقعیت لري.
همدارنګه د روسیې د تر ټولو لوی آنلاین پرچون پلورونکي، ویلډبیریز ، په نږدې "کولیدینو" کې په یوه ګودام کې هم د اور لګېدو راپور ورکړل شوی. څارونکي چینلونه ادعا کوي چې د دغه شرکت د سپارښتنو یو مرکز په نښه شوی دی.
په دومودیدوفو کې په یوه استوګنیزه ودانۍ کې هم د ډرون برید له راپور وروسته اور لګېدلی دی. د اوښتو زیانونو پوره کچه په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې، او د اوکر




















