نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د امریکا د دفاع وزیر هیګسټ: له ایران سره د جګړې لګښت "۳۷.۵ میلیارده ډالرو ته لوړ شوی"
پیټ هیګسټ د لوی درستیز ډان کین او د کرنې وزیرې بروک رولینز سره یوځای د متحده ایالاتو د سنا مجلس د تخصیصاتو کمیټې (د غړو پوښتنو ته د دفاع وزارت (پنټاګون) لپاره د غوښتل شوې اضافي بودیجې په اړه ځوابونه وویل.
د امریکا د دفاع وزیر هیګسټ: له ایران سره د جګړې لګښت "۳۷.۵ میلیارده ډالرو ته لوړ شوی"
د امریکا د دفاع وزیر هیګسټ: له ایران سره د جګړې لګښت "۳۷.۵ میلیارده ډالرو ته لوړ شوی"

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر پیټ هیګسټ د امریکایي ځواکونو لپاره د اضافي سرچینو پر اړتیا ټینګار وکړ او اعلان یې وکړ چې له ایران سره د روانې جګړې لګښت "۳۷.۵ میلیارده ډالرو ته رسېدلی دی."

پیټ هیګسټ د لوی درستیز ډان کین او د کرنې وزیرې بروک رولینز سره یوځای د متحده ایالاتو د سنا مجلس د تخصیصاتو کمیټې (د غړو پوښتنو ته د دفاع وزارت (پنټاګون) لپاره د غوښتل شوې اضافي بودیجې په اړه ځوابونه وویل.

هیګسټ وویل: "لکه څنګه چې پوهېږئ، موږ په یوه خطرناکه نړۍ کې ژوند کوو چې زړور او چټکو ګامونو ته اړتیا لري. د ۲۰۲۶ مالي کال لپاره د دې اضافي بودیجې د غوښتنې لامل هم همدا دی." هغه دا غوښتنه د دفاع وزارت د "بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره یو حیاتي او بېړنی اقدام" وباله.

نوموړي وویل چې دا مالي غوښتنه د شته سرچینو بدیل نه دی او زیاته یې کړه: "موږ په یوه جلا دوره کې یو. که موږ همدا اوس په ټیکنالوژۍ، مصنوعي ځیرکتیا  (AI)، خودمختاره سیسټمونو او فضا په برخو کې مهمې پانګونې ونه کړو، نو د بې تفاوتۍ لګښت به ډېر لوړ وي. زموږ مخالفین چې لا دمخه یې دا ډول پانګونې پیل کړي، ښايي له موږ څخه مخکې شي."

د دفاع وزیر د دیموکرات سناتور ډیک ډربین د هغې پوښتنې په ځواب کې چې د فبرورۍ په ۲۸مه د پیل شوې جګړې د لګښت په اړه وه، وویل: "تر نن ورځې پورې ۳۷ میلیارده او ۵۰۰ میلیونه ډالره."

هیګسټ وویل که دا فنډونه برابر نشي، ښايي د سرتېرو معاشونه ونه تادیه شي او د امریکا اردو به د "تجهیزاتو او مهماتو په چټک بیا رغونه او د حیاتي عملیاتو په دوام کې" له جدي ننګونو سره مخ شي.

د هیګسټ پرانیستونکې وینا ۴ ځله د اعتراضونو له امله ودرول شوه:
په هغه ناسته کې چې د ډونالډ ټرمپ د ادارې پر اضافي بودیجې تمرکز درلود، د جګړې ضد فعالانو د هیګسټ وینا ګډوډه کړه. هغه لا خپله لومړۍ جمله نه وه بشپړه کړې چې د معترضینو له خوا پرې نیوکې وشوې او په لنډو وقفو کې ۴ ځله د خبرو کولو څخه منع شو.

کله چې معترضین په چټکۍ سره له تالاره ایستل کېدل، د هغوی دا غږونه اورېدل کېدل: "پر بې ګناه ماشومانو بمباري بنده کړئ."

وپلټۍ
په غزه کې د اوربند د پرله پسې سرغړونو په ترڅ کې د اسرائیلو په برید کې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي
حوثيانو بېړۍ چلوونکو شرکتونو ته د سعودي بندرونو د نه کارولو خبرداری ورکړ
د روسیې او اوکراین په روانه جګړه کې سږ کال د ملکي وګړو ځاني تلفات ۳۷ سلنه لوړ شوي
د سویلي چین په سمندر کې تاوتریخوالی زیات شو؛ بیجنګ له مانیلا سره د شوې نښتې ویډیو خپره کړه
د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني له امریکا سره د سوداګریزو خبرو اترو "ګړندي کولو" ته چمتووالی ښودلی.
په افغانستان کې ناڅاپه سیلابونو لږ تر لږه ۲۰ کسان وژلي او تر ۱۰۰ ډېر نور لادرکه دي
د امریکا د تازه بریدونو په لړ کې د ایران په څو ښارونو کې چاودنې شوې دي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اوکراین پر مسکو د ډله ییز ډرون الوتکو برید وکړ.
ایران : "که زموږ ملي ګټې په پام کې ونیول شي، له امریکا سره د مذاکراتو بیا پیلول ممکن دي "
د ایران  د سپاه پاسداران  ځواکونو په اردن کې پر امریکايي الوتکو د بریدونو ادعا کړې
تورکیې او فلسطین اسپانیا ته د نړیوال جام د ګټلو په مناسبت مبارکي ورکړه
تورکیې ویلي چې د شمالي قبرس تورکي جمهوریت د ګټو ساتلو ته به دوام ورکړي
غیرقانوني اسرائیلي میشتو کډوالو د اشغال شوې لویدیځې غاړې پر یو کلي برید کې دوه فلسطینیان ووژل
امریکا په عراق او اردن کې د ایران په بریدونو کې د خپلو سرتیرو د وژل کیدو پخلی وکړ