نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
ټرمپ د آسیا-پسیفک اقتصادي همکارۍ  سرمشریزې په څنډه کې له شي جین پینګ او پوتین سره جلا جلا لیدنې وکړې
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، په چین کې د آسیا-پسیفک اقتصادي همکارۍ  سرمشریزې په څنډه کې، د چین له ولسمشر شي جین پینګ او د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره جلا جلا دوه‌اړخیزې ناستې وکړې.
ټرمپ د آسیا-پسیفک اقتصادي همکارۍ  سرمشریزې په څنډه کې له شي جین پینګ او پوتین سره جلا جلا لیدنې وکړې
ټرمپ - پوتین - شي / AP (Wire)

د چین ولسمشر شي جین پینګ د شینزین په ښار کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره چې د ۳۳مې د آسیا-پسیفک اقتصادي همکارۍ  سرمشریزې د ګډون لپاره چین ته تللی، دوه‌اړخیزه غونډه وکړه. دا په روان کال کې د دواړو مشرانو درېیمه لیدنه ده؛ تر دې وړاندې ټرمپ د مې په میاشت کې بیجینګ ته او شي د سپټمبر په میاشت کې واشنګټن ته سفرونه کړي وو.

ټرمپ: له شي جین پینګ سره «فوق‌العاده شخصي اړیکه» لرو.

 ټرمپ له شي جین پینګ سره تر لیدنې مخکې وویل، چې له هغه سره یې «فوق‌العاده شخصي اړیکه» جوړه کړې ده، که څه هم دا کار ځینې کسان ناخوښه کوي، خو دی پرې خوښ دی. نوموړي زیاته کړه: «له سوداګرۍ او پانګونې نیولې تر سیمه‌ییزو مسایلو او نړیوالې سولې پورې، امریکا او چین مخکښ دي. هېڅ بل څوک هغه څه نشي کولی چې موږ یې کوو.»

ټرمپ د دواړو هېوادونو پخوانۍ اړیکې «نابرابرې» وبللې او ویې ویل چې اوس یې یوه عادلانه اړیکه جوړه کړې ده. هغه یادونه وکړه چې تېره شپه یې له شي سره شاوخوا دوه ساعته خبرې کړې دي او تمه لري چې نوې لیدنه به هم ډېره ګټوره وي.

د ایران، اوکراین او فینټانیل پر سر خبرې

 د ایران په اړه ټرمپ وویل: «امریکا او چین دواړه غواړي چې د هرمز تنګي له لارې د انرژۍ لېږد دوام ومومي او ایران اټومي وسلې ترلاسه نه کړي. موږ په دې دواړو برخو کې کلک دریځ لرو.»

نوموړي د نشه‌يي توکو (فینټانیل) د بحران پای ته رسول هم د خپلو خبرو بله مهمه موضوع وبلله او ادعا یې وکړه چې د سمندر له لارې د فینټانیل قاچاق یې ۹۷ سلنه راکم کړی دی. ټرمپ د روسیې او اوکراین د جګړې په اړه هم وویل، چې دواړه مشران د دې جګړې پای ته رسېدل غواړي او چمتو دي په دې برخه کې مرسته وکړي.

ټرمپ درې‌اړخیزې غونډې ته سترګې په لار دی

 ټرمپ د پوتین په ګډون راروانې درې‌اړخیزې ناستې ته په اشارې وویل: «زه دې غونډې ته سترګې په لار یم. له پوتین سره مې یوه لنډه ناسته درلوده او باور لرم چې درې‌اړخیزه غونډه به بریالۍ وي.» هغه له چین سره خپلو «ځانګړو اړیکو» ته په کتو شي جین پینګ ته وویل: «تر هغې چې ته او زه پر واک یو، فکر نه کوم چې کله به هم له کومې ستونزې سره مخ شو.»

د ټرمپ او پوتین لیدنه

 بلخوا، ډونالډ ټرمپ او ولادیمیر پوتین هم د دې سرمشریزې په څنډه کې سره ولیدل. دواړو مشرانو تر ناستې مخکې ستړي مشي وکړل او رسنیو ته یې انځورونه واخیستل. ټرمپ وویل: «موږ له کلونو راهیسې خورا ښې اړیکې لرو او یو بل له ډېره وخته پېژنو. زما په اند له دې لیدنې به ډېر ښه پایلې راووځي او یا به لږ تر لږه د یو ښه پیل پیلامه وي.»

کرملین: د اوکراین بحران د خبرو اصلي محور و

د کرملین د بهرني سیاست سلاکار یوري اوشاکوف په شینزین کې خبریالانو ته وویل، چې د پوتین او ټرمپ ترمنځ لیدنې شاوخوا ۳۰ تر ۴۰ دقیقو دوام وکړ او «ښه» ترسره شوه.

اوشاکوف زیاته کړه: «مشرانو د درې‌اړخیزې غونډې پر چمتووالي او دوه‌اړخیزو اړیکو خبرې وکړې. البته، د اوکراین د بحران د حل پر بهیر هم مشوره وشوه چې د غونډې اصلي موضوع وه. دا ناسته د درې‌اړخیزې سرمشریزې لپاره یوه مقدماتي ناسته وه، نو ځکه ډېرې مهمې اعلامیې خپرې نه شوې.»

ټاکل شوې چې د روسیې، امریکا او چین ولسمشران نن په ګډه درې‌اړخیزه غونډه وکړي.

 

وپلټۍ
متحده عربي اماراتو ملي تېلو شرکت«اډنوک» اعلان وکړ چې یوه بېړۍ یې په هرمز تنګي کې تر برید لاندې راغلی
د حوثیانو له خوا توغول شوی یو کروز توغندی د ریاض په سیمه کې له منځه یوړل شو
د روسیې په کېمېروو سیمه کې د یوې پوځي ترانسپورتي الوتکې د لوېدو له امله ۱۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ایران پوځ په کویټ کې د امریکا په هوايي اډه کې د پېټریوټ دفاعي سیسټمونو د ویشتو ادعا وکړه.
امریکا د ایران پر قیشم ټاپو ګڼ شمېر بریدونه کړي دي.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ټرمپ: د روسیې او اوکراین جګړه حل ته «ډېره نږدې» شوې ده
په ټوله اروپا کې د امریکا سفارتونو  خپلو اتباعو ته د احتمالي امنیتي ګواښونو په اړه خبرداری ورکړ
د پاکستان د پوځ مشر له ایران سره د 'نږدې همغږۍ' غوښتنه وکړه
غیرقانوني اسرائیلي ښارګوټو اوسیدونکو  یوه فلسطینۍ ښځه ووژله او ۱۰ نور یې ټپیان کړل
د فنلنډ ولسمشر تورکیه د اروپا یو مهم امنیتي لوبغاړی او د ناټو نه بېلېدونکی متحد وباله.
سعودي شرکت په پاکستان کې د ۳۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د انرژۍ زېربناوو د پراختیا هوکړه لاسلیک کړه
د منګولیا ولسمشر ویلي د فساد له تورونو وروسته به استعفا وکړي او ژمنه یې وکړه چې خپل نوم به پاک کړي.
د عراق پارلماني پلټنو په «جرف الصخر» کې د تېلو د قاچاق شواهد افشا کړل
فیدان وايي تورکیه باید د سیمه‌ییز اتصال د پیاوړتیا مشري پر غاړه واخلي