په یاده اډه کې د جنګي الوتکو هوایي تمځایونه (هنګارونه)، رادارونه، ځغاستلیکې ، د وسلو ډیپوګانې او نور پوځي تاسیسات په نښه شوې دي.
د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع ادعا کړې چې د سعودي عربستان لخوا په تېرو ۵ ورځو کې د یمن پر بېلابېلو ولایتونو د جنګي الوتکو د ۳۰۰ څخه زیاتو هوایي بریدونو ځواب یې په «تخصصي او پراخو» عملیاتو ورکړی دی.
سریع څرګنده کړه چې د سعودي عربستان په سویل، خمیس مشیط سیمه کې د شاه خالد په هوایي اډه کې د جنګي الوتکو هنګارونه، رادارونه، د نشست او پرواز کرښې، د مهماتو ډیپوګانې او نور پوځي او زېرمبنایي واحدونه د لسګونو بالستیک توغندیو او ډرون الوتکو لخوا وېشتل شوي؛ نوموړي ادعا وکړه چې بریدونه «دقیق» وو او په هوایي اډه کې یې «لوی مالي او پوځي زیانونه» اړولي دي.
له حوثیانو لخوا پر سعودي عربستان د بریدونو د دوام ګواښ
سریع وویل ترڅو چې پر یمن بریدونه پای ته ونه رسېږي، د سعودي عربستان په د ننیو سیمو کې به خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي. هغه زیاته کړه چې د «بندیز پر وړاندې بندیز، او د تاوتریخوالي ځواب په تاوتریخوالي» لیدلوری به پلي کوي.
د سعودي عربستان د ملکي دفاع عمومي ریاست د شپې په مهال د دغه هېواد په سویل کې د خمیس مشیط، ابها ، جازان او نجران ښارونو کې د احتمالي ګواښونو پر وړاندې بیړني او خبرداری ورکوونکي پیغامونه خپاره کړي وو.





















