د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي خبرداری ورکړی چې که واشنګټن د ایران پر بنسټیزو تاسیساتو برید وکړي، تهران به ورته ځواب ورکړي. دا وروسته له هغه چې امریکا ګواښ وکړ چې په هرمز تنګي کې د هرې په نښه شوې کښتۍ په بدل کې به په ایران کې یو پل یا د برېښنا فابریکه بمباري کړي. عراقچي وویل چې د ایران دفاعي تګلاره "سترګه د سترګې په بدل" ده او زیاته یې کړه چې "پر ایران هر ډول تېری" به یو "ځواکمن او غوڅ ځواب" ولري. دولتي رسنیو هم خبرداری ورکړی چې د امریکا ګواښونه به یوازې د "جګړې د پراخېدو" لامل شي.
اسرائيلو د اوربند په نوې سرغړونه کې د غزې په بېلابېلو سیمو کې څلور فلسطینیان ووژل
روغتیايي سرچینو ویلي چې د غزې په بڼو کې د اسرائیلو په بریدونو کې څلور فلسطینیان وژل شوي دي. دوه قربانیان هغه مهال ووژل شول کله چې اسرائیلي ځواکونو په نصيرات او المواصي کې د بې ځایه شویو کورنیو خیمې په نښه کړې. د دې ترڅنګ، اسرائیلي ځواکونو د غزې ښار په زیتون سیمه کې د درنو ډزو، توپخانې او بلدوزرو په مرسته پرمختګ کړی دی.
امریکا له سعودي عربستان سره د اټومي همکارۍ تړون اعلان کړ
امریکا متحده ایالاتو له سعودي عربستان سره د ملکي اټومي همکارۍ یو تړون لاسلیک کړ. دا هوکړه د امریکا د انرژۍ وزیر کریس رایټ او د سعودي د انرژۍ وزیر شهزاده عبدالعزیز بن سلمان ترمنځ په رسمي ډول لاسلیک شوه. امریکا وايي دا تړون د څو لسیزو د ملګرتیا بنسټ ږدي او د اټومي وسلو د نه خپرولو پروسه پرمخ وړي. دا تړون د اټومي سونګ د څرخ په برخه کې د همکارۍ قانوني لاره هوارهوي، خو امریکا نه مجبوروي چې د یورانیمو د غني کولو ټیکنالوژي سعودي ته انتقال کړي.
په کینیا کې د برېتانوي ادارې تر څارنې لاندې د سروزرو په کان کې د تونل نړېدو له امله کارګر وژل شوي
په سویل لویدیځه کینیا کې د برېتانوي ادارې لخوا په چلېدونکي "کیلیماپیسا" د سروزرو کان کې د تونل د نړېدو له امله لږترلږه پنځه کسان وژل شوي دي. چارواکي وايي چې یو شمېر کارګر لا هم تر خاورو لاندې بند پاتې دي او د ژغورنې عملیات د ځانګړو وسایلو د کمښت سره سره دوام لري. د پېښې اصلي لامل تر اوسه نه دی معلوم او څېړنې به د ژغورنې تر عملیاتو وروسته پیل شي.
د تورکیې ولسمشر اردوغان په استانبول کې د ' نفرت یا کرکې پر ځای کیک' کمپاین کوونکي ماشوم جوشوا هریس سره لیدنه وکړه.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په استانبول کې له ۱۲ کلن بریتانوي ماشوم جوشوا هریس سره وکتل، چې د " نفرت یا کرکې پر ځای کیک"کمپاین له امله شهرت لري. جوشوا، چې په اوټېزم ناروغۍ اخته دی، په انګلستان کې پر یو جومات د افراطي ښي اړخو له برید وروسته، د مسلمانانو سره د پيوستون په موخه جوماتونو ته د کورني کیکونو وړل پیل کړل. هغوی تر اوسه په بریتانیا کې له ۱۰۰ څخه زیاتو جوماتونو لیدنه کړې او اوس خپل دغه کمپاین په استانبول کې پرمخ وړي.























