نړۍ
1 د لوستلو دقیقه
روسیه: ناټو او اروپایي ټولنه د نړیوال تروریزم برخه ګرځېدلي دي
ماریا زاخارووا د روسیې "تاس"  خبري اژانس ته په خپلو خبرو کې، د اوکراین له خوا د کراسنودار په سیمه کې پر یوې ساحل باندې برید وڅېړه.
روسیه: ناټو او اروپایي ټولنه د نړیوال تروریزم برخه ګرځېدلي دي
روسیه: ناټو او اروپایي ټولنه د نړیوال تروریزم برخه ګرځېدلي دي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا وویل چې ناټو او اروپایي ټولنه  اوس د نړیوال تروریزم په یوه برخه بدل شوي دي.
ماریا زاخارووا د روسیې "تاس"  خبري اژانس ته په خپلو خبرو کې، د اوکراین له خوا د کراسنودار په سیمه کې پر یوې ساحل باندې برید وڅېړه.

زاخارووا وویل: "د اروپا په مرکز کې، یوه ترهګره ډله چې په اوکراین کې یې واک غصب کړی، فعالیت کوي. د ناټو هېوادونه د تروریزم مالي ملاتړ کوي. څه موده وړاندې ناټو او اروپایي ټولنې د تروریزم په وړاندې د 'صفر زغم' سیاست اعلان کړی و، خو اوس دوی په خپله د نړیوال تروریزم برخه ګرځېدلي دي."

راپورونه ښیي چې تېره ورځ د اوکراین پوځ د کراسنودار پر سیمه د بې پیلوټه الوتکو (ډرون) برید کړی، چې په پایله کې یې د ګلینجیک ښار ته نږدې په "ارخیپو-اوسیپوفکا" کلي کې پر یوې ساحل باندې ۸ کسان وژل شوي او ۵۸ نور ټپیان شوي دي.

وپلټۍ
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ
روسیې د ټیلیګرام د بنسټ اېښودونکي "دوروف" د نیولو نړیوال حکم صادر کړ