د جومات شاوخوا خیمو ته د زیان رسېدو له امله په سلګونو بې ځایه شوي فلسطینیان یو ځل بیا د امن ځای په لټه کې شول.
د اسرائیل پوځ اعتراف وکړ چې د غزې تړانګې په شمال کې یې یو جومات، چې د دوی په ادعا د وسلو د ډیپو په توګه کارول کېده، په نښه کړی او ویجاړ کړی دی.
د اسرائیل پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د غزې تړانګې په مرکزي او شمالي برخو کې یې د حماس د وسلو پر هغو ډیپوګانو بریدونه کړي چې د دوی په وینا په نښه شوي وو. ادعا شوې چې له دغو ډیپوګانو څخه یوه یې د غزې په شمال کې یو جومات و چې په نښه او ویجاړ شو.
د اسرائیل جنګي الوتکو پرون د غزې په ښار کې د مسیحي ځوانانو د ټولنې نږدې پروت "المتقین" جومات په نښه کړ او ویې نړاوه. په دې برید کې د جومات شاوخوا خیمو ته هم زیان رسېدلی، چې له امله یې په سلګونو بې ځایه شوي فلسطینیان اړ شول ترڅو یو ځل بیا خوندي ځایونه ولټوي.
په غزه کې د اوقافو او دیني چارو وزارت د جولای په ۲مه په یوه بیان کې ویلي و، چې د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر میاشتې راهیسې د اسرائیل په بریدونو کې په غزه کې له ۱۲۷۵ جوماتونو څخه ۱۰۵۰ یې په بشپړه توګه ویجاړ شوي او ۱۹۱ نورو ته زیان رسېدلی دی.
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۸مې راهیسې د امریکا په ملاتړ د اسرائیل په بریدونو کې په غزه کې تر ۷۳ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي او تر ۱۷۳ زرو ډېر ټپیان شوي دي. همدارنګه په دې سیمه کې ۹۰ سلنه ملکي بنسټونه په سختۍ سره ویجاړ شوي دي.


























