نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
اوکراین: د اورګاډي پر تمځای د روسیې په برید کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او ۵ ټپیان شوي دي.
د اوکراین چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل چې د اوکراین په مرکزي برخه ډنیپرو کې د اورګاډي د سټیشن پر یوه پلیټ فارم د روسیې د بې پیلوټه الوتکې د برید له امله لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي دي. برید پر هغه ځای شوی چېرته چې یو اورګاډی ولاړ و.
اوکراین: د اورګاډي پر تمځای د روسیې په برید کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او ۵ ټپیان شوي دي.
اوکراین: د اورګاډي پر تمځای د روسیې په برید کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او ۵ ټپیان شوي دي.

چارواکي وايي چې یوې روسي بې پیلوټه الوتکې (ډرون) په ډنیپرو کې د اورګاډي د سټیشن پر هغه پلیټ فارم برید کړی چېرته چې د مسافرو یو اورګاډی ولاړ و.

د ډنیپروپیټرووسک  سیمې والي اولکساندر ګانژا په ټیلیګرام کې وویل: "پر ډنیپرو د روسیې په برید کې دیارلس کسان وژل شوي دي. او لږ تر لږه پنځه نور ټپیان دي."

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي له دې برید وروسته، چې نوموړي "وحشتناک" وباله، له امریکا او اروپا څخه د اقدام کولو غوښتنه وکړه.

زیلینسکي پر ټولنیزو رسنیو وویل: "روسیانو پر هغه پلیټ فارم برید وکړ چېرته چې د مسافرو یو عادي (ورځنی) اورګاډی او د سپرلیو بل اورګاډی ولاړ وو. له بده مرغه، تر دې دمه د ۱۳ کسانو وژل کېدل تایید شوي دي."

د ډنیپرو ښاروال بوریس فیلاتوف هم په ښار کې پر رامنځته شوې "تراژیدۍ" خواشیني څرګنده کړه او پر ټولنیزو رسنیو یې وویل چې "یوې بې پیلوټه الوتکې د مسافرو پر ملکي بریښنايي اورګاډي برید کړی دی."

روسیې تر اوسه په دې اړه سمدستي تبصره نه ده کړې.

د اوکراین د اورګاډي دولتي ادارې وویل چې د روسیې یوې جیټ ډوله بې پیلوټه الوتکې د ډنیپرو د اورګاډي پر سټیشن برید کړی دی.

یادې ادارې په ټیلیګرام کې وویل: "برید پر یوه پلیټ فارم شوی چېرته چې په هغه وخت کې د ډنیپرو-زاپوریژیا ۸۶۶ شمېره اورګاډی ولاړ و."

د اورګاډي شرکت د مشر، اولکساندر پرتسوفسکي په وینا، له وړاندې د ګواښ لوړه کچه اعلان شوې وه.

هغه په فیسبوک کې وویل: "خو له بده مرغه لاهم په پلیټ فارم کې ګڼ شمېر خلک موجود وو."

روسیې په ۲۰۲۲ کال کې د خپلې پراخې جګړې له پیل راهیسې په ټول اوکراین کې پر اورګاډو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي، چې له امله یې سلګونه انجنونه (لوکوموټیو) ویجاړ شوي او د اورګاډي ګڼ شمېر کارکوونکي وژل شوي دي.

د دغه هېواد د اورګاډي پراخه شبکه په اوکراین کې د ټرانسپورټ یوه حیاتي وسیله ده، چېرته چې د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ سفر کول ۲۴ ساعته وخت نیولی شي.

 

وپلټۍ
د ایران ولسمشر او د قطر امیر په مسکو کې د منځني ختیځ د جګړې او هرمز تنګي په اړه خبرې وکړې
په جرمني کې یو موټر د ګڼې ګوڼې په منځ کې ننوت او لږ تر لږه ۴ کسان ټپیان شول.
ټرمپ اعلان وکړ چې په ټاکنو کې د درغلي کوونکو افشا کوونکو ته به یو میلیون ډالر انعام  ورکړل شي.
په اسرائیلو کې د پارلماني ټاکنو لپاره رای اچونه پیل شوه
د ایتوپیا په اورومیا سیمه کې په بریدونو کې لږ تر لږه ۶۰ ارتودوکس عیسویان وژل شوي.
روسیې په اوکراین کې د خرسون په لوري لنډمهاله اوربند پیل کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
افغانستان ویلي دي چې پاکستان په افغانستان کې د عملیاتو پر مهال ملکي وګړي وژلي دي.
ملګري ملتونه : اسرائیلو په غزه کې د نسل وژنې ترڅنګ په فلسطیني خاوره کې جنګي جنایتونه هم کړي
اوکراین د روسیې په ورونیژ سیمه کې د بې پیلوټه الوتکې مرګونی برید وکړ.
د صربستان ولسمشر ولسمشر ووچیچ په پارلماني ټاکنو کې خپله ماتې ومنله
زیلینسکي  ویلي دي  د امریکا، اوکراین او روسیې درې اړخیزې خبرې به په نوامبر کې ترسره شي .
سي ان ان: که ټرمپ پرېکړه وکړي، امریکایي ځواکونه کولای شي په ۹۶ ساعتونو کې پر ایران لوی بریدونه پیل ک
د تورکيې، سعودي عربستان او پاکستاني لوړپوړي چارواکي به د امنیتي خبرو لپاره ایران ته سفر وکړي
د اسرائیلو د اپوزیسیون مشر د نتنیاهو د ایران جګړې پلانونو په تړاو د 'ملي خیانت' څېړنو غوښتنه وکړه