په وروستیو کلونو کې، په بیت المقدس کې د مسلمانو او مسیحي روحانیونو او پر سپېڅلو ځایونو د اسرائیلیانو له خوا په بریدونو کې د پام وړ زیاتوالی لیدل شوی دی.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر، ژان نوئل بارو، په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې پر یوې راهبې د یوه اسرائیلي سړي له خوا وروستی برید غندلی دی.
بارو پر "X" دا برید "کرکجن" بللی دی.
هغه وویل: "سزا باید عبرتناکه وي ترڅو په سپېڅلې خاوره کې د مسیحیانو ضد مخ پر زیاتېدونکي کړنې پای ته ورسېږي، هغه کړنې چې فرانسه، د کاتولیکو ټولنو او سپېڅلو ځایونو د ساتنې خپل تاریخي ماموریت ته ژمنه ده، په هیڅ صورت یې نشي زغملی."
د بارو څرګندونې وروسته له هغه راغلې، چې د اسرائیلي پولیسو په وینا، یو ۳۶ کلن اسرائیلي سړی په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې پر یوې فرانسوۍ راهبې له برید وروسته ونیول شو. پولیسو دا برید "نژاد پرستانه" بللی دی.
د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه په سلګونو روحانیون او راهبانې په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې په کلیساګانو او دیني ادارو کې خدمت کوي.
په وروستیو کلونو کې، په بیت المقدس کې د مسلمانو او مسیحي روحانیونو او پر سپېڅلو ځایونو د اسرائیلیانو له خوا په بریدونو کې د پام وړ زیاتوالی لیدل شوی دی.
په بیت المقدس کې د کلیسا مشرانو په پرله پسې توګه له اسرائیلي چارواکو غوښتي چې د دا ډول بریدونو د مخنیوي لپاره پرېکنده اقدام وکړي.
دا برید یوه میاشت وروسته له هغه کېږي چې په یوه ویډیو کې یو اسرائیلي سرتېری ښودل شوی و چې د عیسی (ع) یوه مجسمه یې په لوی څټک وهله.
د فلسطیني ارقامو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر میاشتې راهیسې په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د اسرائیلي ځواکونو او ناقانونه یهودي ابادکارانو په تاوتریخوالي کې لږ تر لږه ۱۱۵۵ فلسطینیان وژل شوي، شاوخوا ۱۱۷۵۰ ټپیان شوي او نږدې ۲۲۰۰۰ نور نیول شوي دي.









