سپورت
2 د لوستلو دقیقې
د TRT اکاډمۍ او COPEAM په همکارۍ د سپورتي خپرونو راتلونکی څیړل کیږي
د TRT اکاډمي، د ډیجیټل دور له تحرکاتو سره په سپورتي خپرونو کې خپله ژوره تجربه یوځای کوي او یو مهم روزنیز پروګرام پیلوي.
د TRT اکاډمۍ او COPEAM په همکارۍ د سپورتي خپرونو راتلونکی څیړل کیږي
TRT academy / TRT

د TRT اکاډمۍ او COPEAM په همکارۍ د سپورتي خپرونو راتلونکی څیړل کیږي

د TRT اکاډمي، د ډیجیټل دور له تحرکاتو سره په سپورتي خپرونو کې خپله ژوره تجربه یوځای کوي او یو مهم روزنیز پروګرام پیلوي. دا پروګرام چې "سپورتي خپرونې: له خپرونو څخه تر ډیجیټل" تر سرلیک لاندې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په ۲۹-۳۰ نیټه د COPEAM په همکارۍ د TRT په عمومي ریاست کې جوړیږي. دا پراخ پروګرام موخه لري چې د دودیز سپورتي ویاندیتوب د عصري ډیجیټل لیدونکو له تمو سره یوځای کړي.

له تیورۍ څخه تر عمله پراخ منځپانګه

دا دوه ورځنی روزنیز پروګرام به ګډونوالو ته هم د نړیوالو سازمانونو د خپرونو پروسې او هم په ډیجیټل پلیټ فارمونو کې د منځپانګې تولیدولو مهم ټکي ور وښيي. د پروګرام په لومړۍ ورځ به د المپیک او نړیوال جام په څیر په لویو سازمانونو کې د چمتووالي، همغږۍ او خپرونو په تخنیکونو ټینګار وشي. دویمه ورځ به په بشپړه توګه ډیجیټل نړۍ ته ځانګړې شي؛ د فلم اخیستنې، مرکې، ایډیټ او ټولنیزو رسنیو ستراتیژیو په اړه به عملي کارونه ترسره شي.

د راتلونکي سپورتي خپرونکي روزل کیږي

د پروګرام په پای کې موخه دا ده چې ګډونوال د دودیزو رسنیو د ارزښتونو له لاسه ورکولو پرته له عصري ډیجیټل پلیټ فارمونو سره د ځان تطابق وړتیا ترلاسه کړي. د روزنې د بهیر په ترڅ کې به د TRT د خپرونو تاریخ موزیم او د TRT خبر سټوډیوګانو ته هم لیدنې ترسره شي ترڅو زده کونکي د ساحې چاپیریال له نږدې وګوري.  پروګرام به بریالیو ګډونوالو ته د ګډون د سندونو په ورکولو سره پای ته ورسیږي.

 

وپلټۍ
متحده عربي اماراتو ملي تېلو شرکت«اډنوک» اعلان وکړ چې یوه بېړۍ یې په هرمز تنګي کې تر برید لاندې راغلی
د حوثیانو له خوا توغول شوی یو کروز توغندی د ریاض په سیمه کې له منځه یوړل شو
د روسیې په کېمېروو سیمه کې د یوې پوځي ترانسپورتي الوتکې د لوېدو له امله ۱۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ایران پوځ په کویټ کې د امریکا په هوايي اډه کې د پېټریوټ دفاعي سیسټمونو د ویشتو ادعا وکړه.
امریکا د ایران پر قیشم ټاپو ګڼ شمېر بریدونه کړي دي.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ټرمپ: د روسیې او اوکراین جګړه حل ته «ډېره نږدې» شوې ده
په ټوله اروپا کې د امریکا سفارتونو  خپلو اتباعو ته د احتمالي امنیتي ګواښونو په اړه خبرداری ورکړ
د پاکستان د پوځ مشر له ایران سره د 'نږدې همغږۍ' غوښتنه وکړه
غیرقانوني اسرائیلي ښارګوټو اوسیدونکو  یوه فلسطینۍ ښځه ووژله او ۱۰ نور یې ټپیان کړل
د فنلنډ ولسمشر تورکیه د اروپا یو مهم امنیتي لوبغاړی او د ناټو نه بېلېدونکی متحد وباله.
سعودي شرکت په پاکستان کې د ۳۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د انرژۍ زېربناوو د پراختیا هوکړه لاسلیک کړه
د منګولیا ولسمشر ویلي د فساد له تورونو وروسته به استعفا وکړي او ژمنه یې وکړه چې خپل نوم به پاک کړي.
د عراق پارلماني پلټنو په «جرف الصخر» کې د تېلو د قاچاق شواهد افشا کړل
فیدان وايي تورکیه باید د سیمه‌ییز اتصال د پیاوړتیا مشري پر غاړه واخلي