منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
ایران ویلي د جګړې د پای ته رسولو په پار د امریکا طرحو ته ځواب به د منځګړو له لارې واستول شي.
له عمان سره د هرمز په تنګي کې د بېړۍ چلونې د خوندي لارو په اړه د خبرو اترو له پرمختګ سره جوخت، تهران د جګړې د پای ته رسولو لپاره خپل شرطونه او چوکاټ روښانه کړ.
ایران ویلي د جګړې د پای ته رسولو په پار د امریکا طرحو ته ځواب به د منځګړو له لارې واستول شي.
بقایی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي تایید کړه چې د سیمه‌ییزو نښتو د پای ته رسولو په موخه د امریکا طرحو ته د ایران ځواب به د ډیپلوماټیکو منځګړو له لارې واورول شي. نوموړي په عین حال کې د هرمز په تنګي کې د بحري تګ‌راتګ د خوندي دهلیزونو جوړولو پر سر له عمان سره د پام وړ پرمختګ خبر ورکړ.

بقایي وویل چې تهران په ټولو جبهو کې د جګړې د درېدو او په خلیج کې د سمندري امنیت د بېرته تامینولو لپاره خپلې «ارزونې او شرایط» وړاندې کړي دي.

د منځګړو له لارې د تهران او واشنګټن ترمنځ د ناپېژندل شوو غیرمستقیمو اړیکو د دوام پر تایید سربېره، بقایي زیاته کړه: «د مقابل لوري تحریري وړاندیزونو ته لازم ځوابونه به هم د درېیمګړو له لارې واستول شي.»

دا څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له هغو ادعاوو وروسته کېږي چې په اتن کې یې وکړې. روبیو ادعا کړې وه چې ایران د ستونزو د حل لپاره ډېر چانسونه له لاسه ورکړي او پر خپلو استراتیژیکو اوبو او بحري تنګیو یې واک او کنټرول بایللی دی.

بقایي د روبیو د ادعاوو د ردولو په ترڅ کې، د ۲۰۱۵ کال له اټومي تړون څخه په ۲۰۱۸ کال کې د واشنګټن یو اړخیز وتلو او د ډیپلوماټیکو پروسو پر مهال د هغوی پوځي بریدونو ته په اشارې سره وویل: «د تاریخي حقایقو تحریفول نشي کولای د نړیوالو افکارو له ذهنه دا واقعیت پاک کړي چې امریکا په وار وار خپلو ژمنو ته شا کړې ده.»

د سوداګریزو کښتیو د تګ‌راتګ په اړه، بقایي وویل چې د تهران او مسقط ترمنځ د دوه اړخیزو غونډو په پایله کې، د هرمز له تنګي څخه د کښتیو د مصئون تګ او راتګ لپاره پر دقیقو جغرافیایي کورډیناټونو او نقطو موافقه شوې ده.

پر یاده سمندري طرحه شوې پرېکړه به ډېر ژر د سمندر رانۍ له نړیوالو سازمانونو سره شریکه شي.

دا ډیپلوماټیک نوښت په داسې حال کې کېږي چې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییل ګډ پوځي کمپاین او جګړه اتمې میاشتې ته داخله شوې ده.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان تر دې مخکې پر واشنګټن نیوکه کړې وه چې د تېرو ډیپلوماټیکو غونډو پر مهال یې بریدونه کړي دي، خو د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ټینګار کړی چې عادلانه او منظمې خبرې اترې لا هم کولی شي سوله تامین کړي.

د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د ایران لخوا په وړاندې شوې تېره طرحه کې راغلي وو چې په ټولو جبهو کې د هراړخیز اوربند، د امریکا لخوا د سمندري بندیزونو او د تېلو د تعزیراتو د پورته کولو او د کنګل شوو شتمنیو د ازادېدو په بدل کې به تنګی بېرته پرانیستل شي او په اوو ورځو کې به اټومي خبرې اترې پیل شي.

 

وپلټۍ
سي آی اې (CIA) خبرداری ورکړی چې د داخلي درزونو ژورېدل اسرائیل د کورنۍ جګړې له خطر سره مخ کوي .
ولسمشر اردوغان د دښمن له اشغال څخه د استانبول د ازادۍ ۱۰۳مې کلیزې له امله د مبارکۍ پیغام خپور کړ.
تورکيه او پاکستان د سعودي عربستان پر وړاندې د حوثيانو د بريدونو په ځواب کې د مکې تړون فعاله کړ.
ایران ویلي دي چې له امریکا سره خبرې اترې او مذاکرات هېڅ مانا نه لري»
د امریکا یوه قاضي د ناقانونه مهاجرینو پر وړاندې د حکومت ۱.۸ میلیون ډالري نغدي جزا وځنډوله.
پر مسکو ۶۵۰ ډرون الوتکو سره  برید وشو.  دا په وروستیو دوو کلونو کې پر هېواد دویم ستر برید وو.
د ورځې مهم خبرونه
د یمن حکومت له حوثیانو څخه د پلازمینې صنعاء د بېرته نیولو لپاره د «یمن سهار» بریدونه پیل کړل
په بلغاریا کې په یو زیات شمیر دولتي ادارو کې د بمونو خبرداری ورکړ شوی دی.
یمني ځواکونو باب المندب ته نږدې ستراتیژیکې سیمې ونیولې
تورکیې د خپل ملي دفاعي سیستم د پياوړتیا په موخه یو ډير مهم تړون لاسلیک کړ.
اسپانیا لومړي وزیر  سانچیز د کور جوړولو تر طرحو وروسته له وخته مخکې ټاکنې اعلان کړې
زیلینسکي: جرمني اوکراین ته د ۱.۴۶ میلیارد ډالر د مرستې بسته برابره کړې ده
د مصر ولسمشر سیسي د سوډان له ولسمشر برهان سره  په سوډان کې د جګړې د پای ته رسولو په هڅو خبرې وکړې
سوریې اشغال شوې جولان غونډۍ ته نږدې د اسرائیلو کیندنې «ښکاره سرغړونه» وبلله او په کلکو ټکو يي وغندلې