د #AfghanEvac (د افغانانو د ایستلو ډلې) مشر، شان وان ډایور وویل، ډیری هغه کسان چې له ایستل کیدو د ګواښ سره مخ دي، په ۲۰۲۱ کال کې د واک ته د طالبانو له رسیدو او د امریکا له وتلو وروسته له افغانستان څخه تښتیدلي وو.
وان ډایور زیاته کړه، ځینې هغه کسان چې له ډیپورټ سره مخ دي "د هغو کسانو وروڼه او زامن دي چې د امریکایي ځواکونو ترڅنګ یې دندې ترسره کړې دي، دا هغه کورنۍ دي چې طالبان یې لا دمخه د په نښه کولو لپاره پوره دلیلونه لري."
نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې تمه کیږي تر ۱۵۰ ډیر افغان کډوال ډیپورټ شي، چې دا به د افغانانو د ایستلو له تر ټولو لویو انفرادي پیښو څخه یوه وي.
ورځپاڼې ویلي، چې یادې ادارې لسګونه افغان کډوال په لویزیانا ایالت کې نیولي او د هغوی د ډیپورټ کولو پلان لري، او زیاته کړې یې ده چې لومړنۍ الوتنه ښايي د دوشنبې په ورځ ترسره شي.
یوه امریکايي چارواکي وویل چې د کډوالو ایستل به د پاکستان له لارې ترسره شي.
واشنګټن نشي کولی په مستقیم ډول افغانستان ته د کډوالو د ستنولو چارې تنظیم کړي، ځکه چې له طالبانو سره ډیپلوماتیکې اړیکې نه لري.
ټرمپ وايي چې د کډوالۍ په برخه کې د هغه سخت اقدامات او د ډیپورټولو کمپاین د کورني امنیت د ښه کولو په موخه دي.
د بشري حقونو مدافعین وايي چې دا سخت اقدامات د قانوني پړاوونو او د بیان له ازادۍ څخه سرغړونه کوي او د اقلیتونو لپاره یې یو ناامنه چاپیریال رامنځته کړی، چې د نژادي تبعیض (توپیري چلند) په اړه یې اندیښنې راپورته کړې دي.
د کورني امنیت وزارت وویل چې د عملیاتي خوندیتوب له امله به د کډوالو د ایستلو د راتلونکو عملیاتو پخلی ونه کړي.
وان ډایور پر کانګرس غږ وکړ چې داسې یو قانون تصویب کړي چې په امریکا کې افغانانو ته د لنډمهاله خوندیتوب ورکړي ترڅو هغوی له ډیپورټ څخه وژغورل شي.
پاکستان له ۲۰۲۳ کال راهیسې تر ۲ میلیونو ډېر افغان وګړي بېرته افغانستان ته ایستلي دي.

















