منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
د اسرائیلو سخت دریځې وزیر بېن ګویر له غزه څخه د ۱.۸ میلیونه فلسطینیانو د ایستلو پلان افشاء شو
د اسرائیلو سخت دریځی د ملي امنیت وزیر بین ګویر پلان لري چې په ۷ کلونو کې له غزې څخه ۱.۸ میلیونه تنه فلسطینیان وباسي . په لومړي کال کې ۲۵۰ زره، په دریو کلونو کې ۱.۱۱ میلیونه او په اوو کلونو کې نږدې ۱.۸۶ میلیونه فلسطینیان له غزه څخه وباسي.
د اسرائیلو سخت دریځې وزیر بېن ګویر له غزه څخه د ۱.۸ میلیونه فلسطینیانو د ایستلو پلان افشاء شو
بین ګویر

د اسرائیلو د کابینې بدنامه او د سختدریځي وزیر د یهودانو طاقت" ګوند مشر، ایتامار بېن ګویر، د اسرائیلي رسنیو په وینا، په اوو کلونو کې د "داوطلبانه کډوالۍ" تر نامه لاندې له محاصره شوې غزه څخه د ۱.۸۶ میلیونه فلسطینیانو د ایستلو یو پلان وړاندې کړی دی.

بېن ګویر دا طرحه چې "Disengagement 710" (جلاوالی ۷۱۰) نومېږي، د تېرې پنجشنبې په ورځ د خپلو ټاکنیزو منډو ترړو د یوې برخې په توګه په یو خبري کنفرانس کې اعلان کړه. دا اعلان وروسته له هغه وشو چې "یدعوت احرونوت" ورځپاڼې د دغې طرحې جزییات خپاره کړل.

په دې پلان کې د پروژې د پلي کولو لپاره د یوه ځانګړي "کډوالۍ وزارت" جوړول او په منونکو هېوادونو کې د کډوالو لپاره د "جذب کڅوړو" د مالي تمویل وړاندیز شوی دی.

بېن ګویر د دې طرحې د وړاندې کولو پر مهال ادعا وکړه چې داسې هېوادونه شته چې د فلسطینیانو منلو ته "چمتو" دي او "ډېر شمېر خلک غواړي له غزه ووځي." خو "یدعوت احرونوت" ویلي چې تر اوسه داسې کوم هېواد نه دی پېژندل شوی چې په رسمي ډول یې له غزه څخه د دومره لوی شمېر فلسطینیانو منلو ته چمتووالی ښودلی وي.

د رپوټ له مخې، دا پلان په لومړي کال کې د ۲۵۰ زره، په دریو کلونو کې د ۱.۱۱ میلیونه او په اوو کلونو کې د نږدې ۱.۸۶ میلیونه فلسطینیانو ایستل په نظر کې لري. بېن ګویر پلان لري چې دا طرحه، چې میاشتې ورباندې کار شوی، د خپل ټاکنیز کمپاین اصلي برخه وګرځوي. د هغه ګوند همدارنګه پلان لري چې په راتلونکي حکومت کې د ګډون لپاره دا طرحه د یو مهم شرط په توګه وړاندې کړي.

په دې طرحه کې هر هغه کس یا کورنۍ ته چې غزه پرېږدي، د یو هدف هېواد ټاکل، قانوني حیثیت، اسناد، ویزې، د سفر لګښت او لومړنی استوګنځی ورکول شامل دي. دا پلان په ۱۲ اصولو ولاړ دی، چې یو یې "داوطلبانه وتل" بلل شوي او دا شرط پکې ایښودل شوی چې "هېڅوک باید پرته له دې چې یو هېواد یې منلو ته چمتو وي او قانوني حیثیت ورکړي، له غزه ونه وځي."

همدارنګه هغو هېوادونو او بنسټونو ته به د هغوی د "کړنې، امنیتي ارزونې او کلني هدفونو" پر بنسټ پیسې ورکول کېږي چې دا کډوال مني. د دې پروژې د پیل لپاره د اسرائیلو لخوا د ۳.۳ میلیارده ډالرو لومړنۍ پانګونې ته اړتیا ده او د ۱۶.۶ میلیارده ډالرو پورې د مالي چوکاټ وړاندوینه شوې چې په نړیواله برخه اخیستنه او له کوربه هېوادونو سره په تړونونو پورې اړه لري.

دا مهال په محاصره شوې غزه کې شاوخوا ۲.۱۳ میلیونه فلسطینیان ژوند کوي. اسرائیلو، چې د غزه ۷۰ سلنه خاوره یې لاندې کړې، د ۲۰۲۳ له اکتوبر راهیسې د نسل وژنې په ترڅ کې له ۷۳ زره ډېر فلسطینیان وژلي او تر ۱۷۴ زره ډېر یې ټپیان کړي دي. شنونکي اټکل کوي چې د وژل شویو اصلي شمېر ښايي تر ۲۰۰ زرو پورې ورسېږي.

 

وپلټۍ
د امریکا پوځ په ختیځ ارام سمندر کې یوه کښتۍ د مخدره توکو د قاچاق په تور ډوبه کړه
په ایران کې د امریکا په هوايي بریدونو کې ۱۸ تنه وژل شوي او ۱۴۲ نور ټپیان شوي دي
ټرمپ د ایران جګړې د پای ته رسولو د اعلان په اړه غور کوي
روسیه وايي، د مسکو پر لور روانې ۳۷ بې پیلوټه الوتکې یې نسکورې کړې دي
روسیه: "موږ د اوکراین لوژستیکي مرکزونه او هغه کښتۍ چې د پوځي موخو لپاره کارول کېدې په نښه کړل."
د امریکا په مینیپولیس ښار کې وسله وال برید کې ۲ تنه وژل شوي
اوکراین ولسمشر زیلینسکي وویل چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې د بریدونو په اړه د نړۍ غبرګون کافي نه دي
له ایران سره تړلو هکرانو په امریکا کې پر حیاتي بنسټونو د سایبري بریدونو هڅه کړې ده
مصر: په سینا کې د بس د ټکر له امله ۱۶ کسان مړه شول
په لویدیځه غاړه کې، اسرائیلي سرتیرو په یوه جومات کې د عبادت پر مهال اوښکې بهونکي ګاز وکارول
د مصر په سینا کې د بس په یوه ټرافیکي پیښه کې ۱۶ تنو ژوند د لاسه ورکړ
په جرمني کې د اورګاډي یو تمځای تر څېرمه چاودنه شوې
د ایران سرې میاشتې ټولنه: امریکا په هرمزګان کې د واده پر مراسمو بمباري کړې، ملکي وګړي یې وژلي
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدنه وکړه.
د تورکیې ولسمشر اردوغان د آذربایجان له ولسمشر علیف سره وکتل