منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
د اسرائیلو لومړی وزیر نتانیاهو: "زموږ راتلونکی اصلي ماموریت د ایران د رژیم پرځول دي"
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د اکټوبر په ۲۷مه په خپل هېواد کې له ترسره کېدونکو ټاکنو وړاندې خپلو ګواښونو ته دوام ورکړی او ادعا یې کړې چې "د دوی پر وړاندې اصلي دنده د ایران د رژیم له منځه وړل دي."
د اسرائیلو لومړی وزیر نتانیاهو: "زموږ راتلونکی اصلي ماموریت د ایران د رژیم پرځول دي"
نتانیاهو

د اسرائیلو د لومړي وزیر له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نتانیاهو په پلازمېنه تل ابیب کې د دفاع وزارت په مرکز "کریا" کې د دفاع له وزیر یسرائیل کاټز، د پوځ له لوی درستیز ایال زمیر او نورو قوماندانانو سره لیدلي دي.

نتانیاهو دلته په خپله وینا کې ادعا وکړه چې دوی د ایران ګواښ پر شا تمبولی او د تهران اداره "د لړزېدو په حال کې ده او له بل هر وخت څخه زیاته کمزورې شوې ده."

نتانیاهو وویل: "زموږ راتلونکی اصلي ماموریت د ایران د رژیم پرځول دي او موږ په دې برخه کې پر خپلو وړتیاوو باور لرو." هغه زیاته کړه چې دا هدف ناممکن نه دی، بلکې نږدې او ترلاسه کېدونکی دی.

نتانیاهو داسې ادعا هم وکړه چې ایران د اسرائیلو د ځواب (ویرې) له امله پر دوی برید نه دی کړی او په هېواد کې دننه یې پر خپل یووالي ټینګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې په اسرائیلو کې د اکټوبر د ۲۷مې له ټاکنو وړاندې نظرپوښتنې ښيي چې د پخواني لوی درستیز ګادي ایزنکوټ په مشرۍ "یاشار ګوند" په ټاکنیزه سیالۍ کې مخکې دی.

نتانیاهو، چې په عامه نظرپوښتنو کې شاته پاتې شوی، په دې وروستیو کې خپلو ګواښونو ته زور ورکړی دی.

وپلټۍ
د امریکا پوځ په ختیځ ارام سمندر کې یوه کښتۍ د مخدره توکو د قاچاق په تور ډوبه کړه
په ایران کې د امریکا په هوايي بریدونو کې ۱۸ تنه وژل شوي او ۱۴۲ نور ټپیان شوي دي
ټرمپ د ایران جګړې د پای ته رسولو د اعلان په اړه غور کوي
روسیه وايي، د مسکو پر لور روانې ۳۷ بې پیلوټه الوتکې یې نسکورې کړې دي
روسیه: "موږ د اوکراین لوژستیکي مرکزونه او هغه کښتۍ چې د پوځي موخو لپاره کارول کېدې په نښه کړل."
د امریکا په مینیپولیس ښار کې وسله وال برید کې ۲ تنه وژل شوي
اوکراین ولسمشر زیلینسکي وویل چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې د بریدونو په اړه د نړۍ غبرګون کافي نه دي
له ایران سره تړلو هکرانو په امریکا کې پر حیاتي بنسټونو د سایبري بریدونو هڅه کړې ده
مصر: په سینا کې د بس د ټکر له امله ۱۶ کسان مړه شول
په لویدیځه غاړه کې، اسرائیلي سرتیرو په یوه جومات کې د عبادت پر مهال اوښکې بهونکي ګاز وکارول
د مصر په سینا کې د بس په یوه ټرافیکي پیښه کې ۱۶ تنو ژوند د لاسه ورکړ
په جرمني کې د اورګاډي یو تمځای تر څېرمه چاودنه شوې
د ایران سرې میاشتې ټولنه: امریکا په هرمزګان کې د واده پر مراسمو بمباري کړې، ملکي وګړي یې وژلي
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدنه وکړه.
د تورکیې ولسمشر اردوغان د آذربایجان له ولسمشر علیف سره وکتل