دا لایحه چې د جمهوري غوښتونکي ګوند لخوا وړاندې شوې وه، د ۱۶۹ مخالفو رایو په مقابل کې د ۲۳۷ موافقو رایو په ترلاسه کولو سره تصویب شوه. په دې ترڅ کې ۳۳ ډیموکراتانو له خپل ګوند څخه جلا لاره غوره کړه او د دې لایحې په ګټه یې رایه ورکړه.
یوازې دوو جمهوري غوښتونکو غړو د دې لایحې مخالفت وکړ او اوس به دا طرحه سنا مجلس ته واستول شي.
یاده شوې لایحه هغه بنسټونه چې فډرالي بودیجه ترلاسه کوي، مجبوروي چې پر اسرائیلو هېڅ ډول بایکاټ ونه لګوي او له دغه هېواد سره د محصلینو د تعلیمي تبادلې پر پروګرامونو محدودیت وضع نه کړي.
وړاندیز شوي
که دا لایحه له سنا مجلس څخه تېره او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا لاسلیک شي، نو په قانون به بدله شي. د دې قانون له مخې به هغه پوهنتونونه چې له اسرائیلو سره بایکاټ کوي، له فډرالي بودیجې او مرستو څخه بې برخې شي.





















