انګلستان د روسیې شارژدافیر احضار کړی ترڅو د اګست په څلورمه نیټه د جرمني په لیپزیګ هوایی ډګر باندې د "بې پروا" ډرون برید غندنه وکړي.
د انګلستان د بهرنیو چارو، مشترک المنافع او پراختیا دفتر (FCDO) د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې د برید وروسته یې د روسیې ډیپلومات احضار کړ، چې لندن "په سختو الفاظو" وغندلو.
د FCDO ویاند وویل: "بریتانیا د لایپزیګ په هوايي ډګر باندې د روسیې د سخت او بې پروا برید وروسته د جرمني سره په بشپړ پیوستون کې ولاړه ده."
دغه ویاند د ناټو له متحدینو سره د بریتانیا ژمنتیا او د اوکراین پر دوامداره ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل چې دا ژمنتیاوې "په اوسپنیز ډول تړلي" دي.
ویاند وویل، "د روسیې لخوا زموږ د متحد هوډ د کمزوري کولو لپاره هره هڅه بې ګټې ده،" او دا پیښه یې د هغه څه وروستۍ برخه وبلله چې لندن یې "د ګډ امنیت د کمزوري کولو لپاره د روسیې د دولت د هڅو یوه څرګنده نمونه" ګڼي.
د FCDO دفتر وویل چې د روسیې شارژدافیر یې د دې لپاره احضار ګړ چې ټینګار وکړي چې بریتانیا به د خپلو اروپایي او ناټو شریکانو سره یوځای د داسې کړنو ځواب ته دوام ورکړي.
ویاند وویل چې بریتانیا به "په هره کچه د روسي دښمنانه فعالیتونو افشا کولو ته دوام ورکړي."
دا بیان وروسته له هغه خپور شو چې جرمني په لایپزیګ هوايي ډګر کې د ډرون برید د هڅې پړه پر روسیې واچوله او د مسکو پر وړاندې یې پراخ اقدامات او بندیزونه اعلان کړل.
فرانسې هم د لایپزیګ په سیمه کې د هایبرډ بریدونو په اړه د بندیزونو لپاره د جرمني وړاندیزونو ملاتړ کړی او د روسیې د "سیوري بیړیو" پورې اړوند کښتیو په وړاندې یې د اضافي اقداماتو غوښتنه کړې ده.
د لایپزیګ هوايي ډګر د بار وړلو یو لوی مرکز او د پوځي کارګو لپاره یو مهم لوژستیکي مرکز دی، په شمول د اوکراین انتونوف الوتنې. چارواکو د ډرون ناکامه برید د دودیز پوځي برید پیل کولو پرته د ملاتړ سلسلې د ګډوډولو هڅه بللې ده.
جرمني چارواکو رسنیو ته وویل چې د اګست په څلورمه نیټه د اوکراین د انتونوف بار وړونکې الوتکې د برید هڅه د هغه څه څخه ډیره جدي وه چې اول راپور شوې وه. ډرون په چاودیدونکو توکو سمبال شوی و، او پلټونکي وروسته دې پایلې ته ورسیدل چې ډیری ډرونونه پکې ښکیل وو، نه یوه.
روسیې د اوکراین سره په متحدو هیوادونو کې د وژنو، تخریب، ډرون بریدونو او جاسوسۍ ادعاوې رد کړې او لویدیځ حکومتونه یې د "روسیې ضد ویره" په خپرولو تورن کړي دي.





















