په دغو بریدونو کې ۱۰ تنه ټپیان شوي چې د ۳ حالت یې نازک ښودل شوی دی.
د رسنیو د راپور له مخې، د روسیې په سویل کې د کراسنودار او نوینومیسک په ښارونو کې د "وایلدبریز" (Wildberries) په نوم د انلاین سوداګرۍ پلیټ فارم پر لوجستیکي مرکزونو د بې پیلوټه الوتکو (ډرون) په بریدونو کې ۱۰ کسان ټپیان شوي دي.
د وایلدبریز بنسټ اېښودونکې او اجراییوي رئیسې، تاتیانا کیم، په یوې لیکلې بیان کې وویل چې تېره شپه په کراسنودار او نوینومیسک ښارونو کې د دغه شرکت دوه لوجستیکي مرکزونه تر برید لاندې راغلي دي. هغې زیاته کړه چې کارکوونکي په چټکۍ سره له سیمې ایستل شوي دي او د لومړنیو معلوماتو له مخې ځینې کسان ټپیان دي چې ورته به لازمې مرستې ورسول شي.
د کراسنودار سیمې والي، وینیامین کوندراتیف، هم وویل چې یاده سیمه تېره شپه د بې پیلوټه الوتکو تر سختو بریدونو لاندې وه او یوازې په کراسنودار کې د وایلدبریز په مرکز کې ۱۰ کسان ټپیان شوي دي. کوندراتیف وویل چې د ۳ ټپیانو روغتیایي حالت نازک دی او روغتون ته لېږدول شوي دي.
والي زیاته کړه چې په لوجستیکي مرکز کې د برید له امله د اوښتو زیانونو د سمولو او د اور وژنې چارې روانې دي. هغه دا خبر هم ورکړ چې په ارماویر ښار کې د یوې کارخانې په انګړ کې د بې پیلوټه الوتکې د ټوټو لوېدو له امله یو کارکوونکي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د کوندراتیف په وینا، د الوتکې ټوټې په کراسنودار کې پر دوو اپارتمانونو او په دینسکایا سیمه کې پر دوو کورونو هم لګېدلې دي.
وایلدبریز د روسیې له ترټولو لویو انلاین سوداګریزو پلیټ فارمونو څخه شمېرل کېږي. په وروستیو ورځو کې د دغه شرکت پر بېلابېلو لوجستیکي مرکزونو ورته بریدونه ترسره شوي دي.























