د جاپان د دفاع وزیر شینجیرو کویزومي وايي چې د امنیتي شرایطو خرابېدل پدې معنی دي چې ټوکیو نور نشي کولی دا موضوع د یوې ممنوعه موضوع په توګه وګڼي.
د جاپان د دفاع وزیر ویلي چې ټوکیو د اټومي وسلو په اړه بحث ته اړتیا لري، ځکه چې ځینې اروپايي هېوادونه د لا زیات اټومي مخنیوي په لټه کې دي.
د توکیو میشته "کیودو نیوز" د راپور له مخې، دفاع وزیر شینجیرو کویزومي د یکشنبې په ورځ د یوې آنلاین خپرونې پرمهال وویل چې جاپان "نشي کولی د دې موضوع له یادولو ډډه وکړي."
هغه د دې په یادولو سره چې د جاپان امنیتي چاپیریال "سخت" شوی دی، استدلال وکړ چې ټوکیو باید هغه وضعیت بدل کړي چې پکې ځینې موضوعات د بحث لپاره د نه منلو وړ ګڼل کیږي. کویزومي د خپل اټومي مخنیوي وړتیاوو د لوړولو لپاره د فرانسې او فنلنډ ستراتیژیکو هڅو ته اشاره وکړه.
د فنلنډ پارلمان په جون میاشت کې یو قانون تصویب کړ چې هیواد ته د اټومي وسلو د راوړلو اجازه ورکوي، پداسې حال کې چې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په مارچ کې ویلي و چې هیواد به یې د اټومي سرګذونو شمیر زیات کړي.
د غیر اټومي اصولو په اړه بحث
جاپان د امریکا پر اټومي چتر تکیه کوي خو د اټومي وسلو د نه لرلو، نه تولیدولو او په خپله خاوره کې د هغو د نه اجازه ورکولو درې اصول ساتي.
تېر کال په ډسمبر کې د لومړۍ وزیرې "سانای تاکایچي" حکومت د مخالفینو او ځینو هیوادونو له غبرګون سره مخ شو، وروسته له هغه چې د امنیتي پالیسۍ یوې سرچینې وویل چې جاپان باید اټومي وسلې ولري. د دفاع پخواني وزیر "اتسونوري اونودرا" هم تېر کال ویلي وو چې جاپان اړتیا لري د خپلو غیر اټومي اصولو د راتلونکي په اړه بحث وکړي.
جاپان په نړۍ کې یوازنی هیواد دی چې د جګړې پرمهال یې اټومي بمباري تجربه کړې ده. متحده ایالاتو د ۱۹۴۵ کال د اګست په ۶مه پر هیروشیما او د اګست په ۹مه پر ناګاساکي اټومي بمونه وغورځول ترڅو جاپان په دویمه نړیواله جګړه کې تسلیمیدو ته اړ کړي.




















