برېتانیایي رسنۍ بی بي سي (BBC) اعلان کړی چې په افغانستان کې سرپرست حکومت پر اف اېم (FM) موجونو د دغې شبکې راډیویي خپرونې تعلیق او بندې کړې دي. بی بي سي زیاته کړې چې دوی هڅه کوي له واکمنو چارواکو سره په خبرو اترو دغې موضوع ته حللاره پیدا کړي.
د بي بي سي وياند په یوه رسمي بیانیه کې وویل: «په ټول افغانستان کې مېلیونونه کسان د کره خبرونو او معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره پر بي بي سي پښتنو او دري خپرونو تکيه کوي، او موږ له اړوندو افغان چارواکو سره کار کوو ترڅو رامنځته شوی وضعیت حل او فصل کړو.»
وړاندیز شوي




















