د هنګري رخصتېدونکي مشر اوربان پر اوکراین د ۱۰۵ میلیونه ډالرو ډېر اړین پور د فشار د وسیلې په توګه کارولی و، ترڅو کییف دې ته اړ کړي چې د تېلو لېږد بېرته پیل کړي؛ هغه پر اوکراین تور پورې کړی و چې د پایپ لاین د بیارغونې چارې په ټپه دروي.
د کییف یوه چارواکي فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي، چې د 'دروژبا' پایپ لاین د بیارغونې چارو له بشپړېدو وروسته، چې د روسیې په یو برید کې زیانمن شوی و، اوکراین به د چهارشنبې په ورځ په څو ساعتونو کې هنګري او سلواکیا ته د روسي تېلو لېږد بېرته پیل کړي.
دا پایپ لاین د هنګري او سلواکیا (چې لا هم د دې لارې روسي تېل واردوي) او له بلې خوا د اوکراین او اروپایي ټولنې ترمنځ د یوې لانجې په مرکز کې و.
کییف هیله لري چې د تېلو د لېږد بیا پیلېدل به له بروکسل څخه د لسګونو می
لیاردونو یورو په ارزښت د هغې مرستې په وړاندې وروستی خنډ لرې کړي، چې د هنګري د رخصتېدونکي ملتپال مشر ویکتور اوربان لخوا ځنډول شوې وه.
د اوکرایني چارواکي په وینا، وروسته له هغه چې اوکراین تایید کړه چې د پایپ لاین چارې بشپړې شوې، د هنګري د انرژۍ لوی شرکت 'ایم او ایل' (MOL) غوښتنه وکړه چې شاوخوا ۱۰۰،۰۰۰ ټنه تېل دې د دې پایپ لاین له لارې هنګري او سلواکیا ته ولېږدول شي.
تمه وه چې د تېلو لېږد د غرمې په ۱۱:۰۰ بجو (GMT) پیل شي. دغه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط AFP ته ویلي: "زه فکر کوم دوی به دا چارې لا مخکې، په څو ساعتونو کې پیل کړي."
اوربان د فشار په توګه پر اوکراین د ۹۰ میلیونه یورو (۱۰۵ میلیونه ډالره) پور ځنډولی و ترڅو کییف د تېلو لېږد ته مجبور کړي، هغه اوکراین تورن کړی و چې د بیارغونې چارې په قصدي ډول ځنډوي. په دې میاشت کې په ټاکنو کې د هغه ماتې د دې پيسو د ازادېدو لپاره د لارې د هوارېدو په مانا ګڼل کېږي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي له دې سره خپل مخالفت نه دی پټ کړی چې د اروپایي ټولنې ځینې غړي لا هم روسي تېل او ګاز اخلي، ځکه دا د مسکو لپاره د هغې جګړې د تمویل اصلي سرچینه ده چې له څلورو کالو څخه ډېر وخت مخکې یې پیل کړې ده.
د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کاجا کالاس د سې شنبې په ورځ په لوګزامبورګ کې خبریالانو ته وویل چې هغه هیله لري پر دغه پور موافقه نږدې ده. هغې وویل: "موږ په ۲۴ ساعتونو کې د یوې موافقې تمه لرو... هیله لرم چې هر څه ښه پر مخ لاړ شي او ټول خنډونه لرې شي."





