د ایران د دولتي ټلویزیون د راپور له مخې، عباس عراقچي دا څرګندونې د «ټرمپ تګلارې» په اړه کړې دي.
عراقچي وویل: «موږ په سیمه او شاوخوا کې د امریکا له هر ډول احتمالي شتون څخه اندېښمن یو او په دې هکله حساسیت لرو.»
عراقچي زیاته کړه چې په دې اړه له ارمنستان سره خبرې اترې روانې دي او دوی ډاډه دي چې ارمنستان به د ایران د امنیت خلاف هیڅ ډول اقدام ونه کړي.
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اګست پر ۸مه په سپینه ماڼۍ کې د اذربایجان ولسمشر الهام علی ېف او د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان ترمنځ په درې اړخیزه غونډه کې پرېکړه شوې وه چې د (ټرمپ تګلارې) پروژه پلي کړي، ترڅو د اذربایجان د اصلي خاورې او نخجوان د خپلواک جمهوریت ترمنځ ازاد ارتباطات تامین شي.
دغه مسیر چې د «زنګېزور دهلېز» په نوم هم یادېږي، موخه یې د اوسپنې پټلۍ، سړکونو، انرژۍ او مخابراتي زېرمو ایجادول دي.




















