چارواکو ویلي، د لیرجیټ ۶۰ شخصي جیټ الوتکه د فلوریډا په سویلي سیمه کې په یوه ګاونډ کې لوېدلې، چې له امله یې په الوتکه کې سپاره ټول نهه کسان وژل شوي دي. د ترانسپورټ وزیر شان ډافي ویلي، الوتکې د ټکساس ایالت له آسټین ښار څخه الوتنه کړې وه او د بهاماس پر لور روانه وه.
دا پېښه د پام بیچ کاونټي کې کریسټاوین ته نږدې رامنځته شوه، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تفریحي کور، مار-ا-لاګو څخه څه کم ۱۱ کیلومتره لرې ده.
د فلوریډا والي رون ډیسانتیس دا پېښه "وحشتناکه" وبلله، او ویلي یې دي چې په ځمکه کې د خلکو د ټپي کیدو راپور نه دی ورکړل شوی.
د پام بیچ ولسوالۍ د شورا غړي، جویل فلورس، ویلي چې د نږدې کورونو له استوګنیزې سیمې څخه شاوخوا ۶۰۰ اوسېدونکي ایستل شوي او لنډمهالو سرپناوو ته لېږدول شوي دي.
ټرمپ د یکشنبې په ورځ په مارا لاګو کې و، خو د الوتکې له لوېدو لږ مخکې یې له نږدې ډونالډ جې ټرمپ نړیوال هوايي ډګر څخه الوتنه کړې وه.
د امریکا د فدرالي هوايي چلند ادارې ویلي چې د الوتکې د لوېدو پېښه به د دې ادارې او د ترانسپورټي پېښو د ملي خوندیتوب بورډ لخوا وڅېړل شي.
د الوتکې عملې د سختو هوايي ټکانونو او د کنګل کیدو خبر ورکړی و
په سیمه کې د طوفانونو راپور ورکړل شوی و. د هوایی ترافیک ویب پاڼې LiveATC.net کې خپور شوی غږیز ریکارډ داسې ښکاري چې د الوتکې عمله د لوېدو له پېښې لږ مخکې د منځنۍ کچې هوايي ټکانونو او د الوتکې پر بدن د یخ د جوړېدو د مخنیوي په هڅه کې وه.
په ثبت شوې غږ کې د عملې یو غړی اورېدل کېږي چې وایي، الوتکه له باران سره مخامخ شوې او اړتیا ده چې لوړې ارتفاع ته وخېژي.
وروسته دغه کس بېړنی حالت اعلانوي، د الوتکې د چټک ښکته کېدو خبر ورکوي او وایي: "موږ پر ځمکه د لګېدو په حال کې یو."
څو ثانیې وروسته اړیکې پرې شوې.
په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې، خو لا نه دي تایید شوې، ویډیوګانې داسې ښکاري چې الوتکه نږدې په عمودي بڼه ښکته کېږي، تر دې چې له ځمکې سره ټکر کوي. دغه ټکر د اور یوه لویه لمبه رامنځته کوي او د یوه له ګڼې ګوڼې ډک سړک ترڅنګ د اور لمبو ډکه کنده پرېږدي.
د ټولنیزو رسنیو غیر تایید شوي ویډیوګانې داسې ښکاري چې الوتکه نږدې په عمودي بڼه ښکته کېږي مخکې لدې چې ځمکې سره ټکر کوي، دغه ټکر د اور یوه لویه لمبه رامنځته کوي او د یوه له ګڼې ګوڼې ډک سړک ترڅنګ یوه لویه کنده جوړوي.
چارواکو تر اوسه د غورځیدو لامل نه دی تایید کړی.


















