د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د توپخانو وروستۍ نښته د پاکستان د سویلي وزیرستان قبایلي ضلعې په اوږدو کې رامنځته شوه، چې د افغانستان له ختیځو ولایتونو پکتیا او پکتیکا سره ګډه پوله لري.
د سویلي وزیرستان مرستیال کمېشنر د امریکا پر ټولنیزې رسنۍ ایکس (X) لیکلي، چې افغان ځواکونو د سه شنبې په شپه پر ملکي کورونو پرته له کوم دلیل نه بریدونه کړي.
هغه زیاته کړه: "د هاوان د یوې مرمۍ لګېدو له امله یو ملکي وګړی وژل شوی، پنځه ټپیان دي او ډېرو هټیو ته زیان رسېدلی دی."
هغه وویل چې په پوله مېشتو پاکستاني ځواکونو "اغېزمن او سخت ځواب ورکړی او ورکوي یې."
د افغانستان د دفاع وزارت په وینا، د ادعا له مخې پاکستاني پوځیانو د پکتیکا ولایت "د پولیسو پر مرکز او نږدې امنیتي تاسیساتو څلور بریدونه کړي دي."
د باختر رسمي خبري اژانس د راپور له مخې، یاد وزارت ویلي: "په سیمه کې د اسلامي امارت امنیتي او دفاعي ځواکونو د پاکستان پر نږدې پوځي اډې او پوستو په برید کولو سره ځواب ورکړی."
یاد وزارت زیاته کړه، چې په افغانستان کې کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
په وروستیو کلونو کې په پاکستان کې د وسله والو له پرله پسې بریدونو وروسته د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ اړیکې په مخ په زیاتېدونکي ډول ترینګلې شوې دي.
پاکستان پر هند او افغانستان تور لګوي چې د هغو وسله والو ډلو ملاتړ کوي چې د دوی په خاوره کې په بریدونو کې ښکېل دي. کابل او نوې ډیلي دواړه دا تورونه ردوي.
په یوه جلا خبر کې، د پاکستان پوځ د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې ادعا وکړه چې د دوی په سویل لوېدیځ بلوچستان ایالت کې یې په دوو جلا امنیتي عملیاتو کې نهه "ترهګر" وژلي دي.



















