الصفدي په اتریش کې د خپل رسمي سفر پر مهال، د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیرې "بیټ مایل ریسینګر" سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې ګډون وکړ.
نوموړي وویل چې له ایران سره د رامنځته شوي بحران د سوله ییز حل له هڅو ملاتړ کوي او ټینګار یې وکړ چې د کړکېچ ټول بنسټیز لاملونه باید په نښه او حل شي.
الصفدي د هرمز تنګي کې د بېړۍ چلونې (تګ راتګ) د ازادۍ پر تضمین، د ښه ګاونډیتوب اصل ته پر درناوي او د هېوادونو په کورنیو چارو کې د نه مداخلې پر اړتیا ټینګار وکړ.
د اردن د بهرنیو چارو وزیر د خپل هېواد پر وړاندې د ایران بریدونه وغندل او د دې په ویلو سره چې دا بریدونه .ځوابي نه وو، اشاره وکړه چې دا "قصدي عملونه" وو.
الصفدي استدلال وکړ، دا چې ایران پر خپل ځان د امریکا له برید څخه یوازې ۲ ساعته وروسته پر اردن او نورو هېوادونو بریدونه وکړل، دا ښيي چې دا یو "عکس العمل" نه و.






















