نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
ټرمپ پر ایران د امریکا روان بریدونه یوه "ناچیزه موضوع" وبلله
د ټرمپ دا څرګندونې په هرمز تنګي کې د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو سره سره، د ولسمشر د مرستیال جې ډي وینس له هغې خبرې یوه ورځ وروسته راځي چې ویلي یې وو: "زه دې ته جګړه نه وایم."
ټرمپ پر ایران د امریکا روان بریدونه یوه "ناچیزه موضوع" وبلله
ټرمپ


ډونالډ ټرمپ له مهمو منځمهاله ټاکنو وړاندې وویل چې پر ایران د امریکا روانه جګړه د متحده ایالاتو لپاره یوه "ناچیزه او معمولي موضوع" ده.

ټرمپ د جمعې په ورځ په بیضوي (Oval Office) دفتر کې له خبریالانو سره د وینس د څرګندونو په اړه د خبرو پر مهال وویل: "ډېر کسان دې ته جګړه نه وايي. زه دې ته پوځي نښته وایم، ځکه دا زموږ لپاره یوه ناچیزه موضوع ده."

ټرمپ زیاته کړه: "دا کومه لویه موضوع نه ده. موږ وینزویلا حل کړه، دا به هم حل کړو."

امریکا د فبروري په ۲۸مه له اسرائیل سره یوځای پر ایران برید وکړ؛ په دغو بریدونو کې مذهبي مشر علي خامنه يي، د حکومت نور لوړپوړي چارواکي او په سلګونو ملکي وګړي په لنډ وخت کې ووژل شول.

خو ایران د هرمز تنګي د کنټرول په ترلاسه کولو سره سمدستي غبرګون وښود او په خلیج کې د امریکا پر متحدو عربي هېوادونو یې د توغندیو او ډرون بریدونو باران جوړ کړ. دې بریدونو د هغو تېلو لرونکو هېوادونو اعتبار او ثبات زیانمن کړ چې په ډېرې سختۍ یې ترلاسه کړی و.

ټرمپ: "موږ وینزویلا ونیوله"

دا جګړه چې شپږ میاشتې یې وشوې او پکې ۱۸ امریکایي سرتېري او د ښځو او ماشومانو په ګډون په زرګونو ایرانیان ووژل شول، په دغه ستراتیژیکه اوبلاره  کې د بېړیو په تګ راتګ کې د تهران له خوا د ستونزو رامنځته کولو له امله له یو ډول بن بست سره مخ شوې ده.

خو داسې ښکاري چې د ټرمپ اداره هڅه کوي دا نښته کمه وښيي، ځکه د تېلو د بیو لوړېدل د دې لامل کېدای شي چې جمهوري غوښتونکي د نوامبر په منځمهاله ټاکنو کې په کانګرس کې خپل اکثریت له لاسه ورکړي.

ټرمپ وویل چې امریکا "وخت ناوخته بریدونه" کړي، خو "فعلاً جګړه نه کوي."

ټرمپ یو ځل بیا خپله دا ادعا تکرار کړه چې امریکا په عملي ډول د هرمز تنګی کنټرولوي او د ایران پوځ یې تر ډېره کمزوری کړی دی. د امریکا ولسمشر وویل: "هغه څه چې موږ کړي، د باور وړ نه دي. موږ وینزویلا ونیوله او په اصل کې مو ایران هم نیولی دی."

سره له دې چې ۱۸ امریکایي سرتېري وژل شوي، د جګړې "ناچیزه" بللو له امله ټرمپ تر فشار لاندې راغی او په غوسه شو؛ هغه د ایران جګړه په ویتنام او افغانستان کې د امریکا له کلونو جګړو سره پرتله کړه.

ټرمپ وویل: "دا مهمه نه ده چې تاسو ورته څه نوم ورکوئ. مهمه دا ده چې موږ لویه بریا ترلاسه کړې. موږ د ایران د اټومي وسلو ترلاسه کولو مخه نیولې ده."

 

وپلټۍ
د امریکا پوځ په ختیځ ارام سمندر کې یوه کښتۍ د مخدره توکو د قاچاق په تور ډوبه کړه
په ایران کې د امریکا په هوايي بریدونو کې ۱۸ تنه وژل شوي او ۱۴۲ نور ټپیان شوي دي
ټرمپ د ایران جګړې د پای ته رسولو د اعلان په اړه غور کوي
روسیه وايي، د مسکو پر لور روانې ۳۷ بې پیلوټه الوتکې یې نسکورې کړې دي
روسیه: "موږ د اوکراین لوژستیکي مرکزونه او هغه کښتۍ چې د پوځي موخو لپاره کارول کېدې په نښه کړل."
د امریکا په مینیپولیس ښار کې وسله وال برید کې ۲ تنه وژل شوي
اوکراین ولسمشر زیلینسکي وویل چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې د بریدونو په اړه د نړۍ غبرګون کافي نه دي
له ایران سره تړلو هکرانو په امریکا کې پر حیاتي بنسټونو د سایبري بریدونو هڅه کړې ده
مصر: په سینا کې د بس د ټکر له امله ۱۶ کسان مړه شول
په لویدیځه غاړه کې، اسرائیلي سرتیرو په یوه جومات کې د عبادت پر مهال اوښکې بهونکي ګاز وکارول
د مصر په سینا کې د بس په یوه ټرافیکي پیښه کې ۱۶ تنو ژوند د لاسه ورکړ
په جرمني کې د اورګاډي یو تمځای تر څېرمه چاودنه شوې
د ایران سرې میاشتې ټولنه: امریکا په هرمزګان کې د واده پر مراسمو بمباري کړې، ملکي وګړي یې وژلي
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدنه وکړه.
د تورکیې ولسمشر اردوغان د آذربایجان له ولسمشر علیف سره وکتل