منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
سعودي عربستان ویلي دي چې حوثیانو  د مدینې ښار د برېښنا پر تمځای د برید کړی دی.
د سعودي په مشرۍ د ایتلاف ویاند وویل چې ایتلاف به د حوثیانو د بریدونو د مخنیوي او د دوو سپېڅلو جوماتونو (حرمینو شریفینو) او مکې او مدینې ته د تلونکو زایرینو د ساتنې لپاره خپلو اقداماتو ته دوام ورکړي.
سعودي عربستان ویلي دي چې حوثیانو  د مدینې ښار د برېښنا پر تمځای د برید کړی دی.
سعودي عربستان ویلي دي چې حوثیانو  د مدینې ښار د برېښنا پر تمځای د برید کړی دی.

په یمن کې د سعودي په مشرۍ ایتلاف د روانې اونۍ په پیل کې د سعودي په مدینه ښار کې د برېښنا د وېش پر یوه تمځای د بې پیلوټه الوتکې د برید پړه پر حوثیانو واچوله.

د دغه ایتلاف ویاند ترکي المالکي د پنجشنبې په ورځ وویل، چې دغه برید د سه شنبې په ورځ د «طیبه» په نوم د برېښنا د وېش تمځای په نښه کړی و.

المالکي وویل، عملیاتي ارزونې او د بې پیلوټه الوتکې د پاتې شونو (ټوټو) څېړنې د یوه "بزدلانه ترهګریز عمل" په پلانولو او ترسره کولو کې د حوثیانو لاس لرل ثابت کړي دي.

هغه زیاته کړه چې دې برید یو ټرانسفارمر له کاره وغورځاوه، خو د برېښنا پر عمومي شبکې یې کوم اغېز ونه کړ.

المالکي وویل چې دا تاسیسات په مدینه منوره کې مسجد النبوي ته، چې د اسلام یو له تر ټولو سپېڅلو ځایونو څخه دی، برېښنا برابروي.

نوموړي حوثیان په دې تورن کړل چې په قصدي توګه ملکي بنسټونه په نښه کوي او د مکې او مدینې د سپېڅلو ښارونو په په نښه کولو سره د مسلمانانو د احساساتو د پارولو هڅه کوي.

المالکي وویل چې ایتلاف به د حوثیانو د بریدونو د مخنیوي او د دوو سپېڅلو جوماتونو (حرمینو شریفینو) او مکې او مدینې ته د تلونکو زایرینو د ساتنې لپاره خپلو اقداماتو ته دوام ورکړي.

خو حوثیانو بیا په دغه برید کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

دا وروستۍ څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راځي چې پر سعودي عربستان د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو یو لړ بریدونه شوي چې پړه یې پر حوثیانو اچول کېږي.

د سپټمبر په ۱۶مه، سعودي عربستان وویل چې د دوی هوايي مدافعې د مکې په سویل کې د حوثیانو یوه بې پیلوټه الوتکه مخکې له دې چې د دغه سپېڅلي ښار ممنوعه فضايي حریم ته ننوځي، شنډه او له منځه یوړه.

حوثیانو په دغه پاچاهۍ (سعودي) کې د نورو وروستیو بریدونو مسوولیت هم منلی، چې پکې د سعودي د آرامکو (Aramco) تاسیساتو او پوځي اډو په نښه کول شامل دي.

د یمن د هغو دولتي ځواکونو، چې په نړیواله کچه په رسمیت پېژندل شوي، او حوثیانو ترمنځ نښتې له کلونو نسبي ارامۍ وروسته د جولای له پیل راهیسې بیا زیاتې شوې دي.

دا هېواد له هغه مهال راهیسې په جګړه کې ښکېل دی چې حوثیانو په ۲۰۱۴ کال کې پلازمېنه صنعا او څو نور ولایتونه ونیول، مخکې له دې چې په ۲۰۱۵ کال کې د سعودي په مشرۍ عربي ایتلاف د نړیوال پېژندل شوي حکومت په ملاتړ مداخله وکړي.

حوثیان د جولای له میاشتې راهیسې، کله چې د یمن کورنۍ جګړه بیا پیل شوه، له دولتي ځواکونو سره په نویو جګړو کې ښکېل دي. دا هغه مهال و چې دغې ډلې پر ریاض سمندري محاصره اعلان کړه او په سره بحیره کې یې د هغوی د بېړیو په نښه کول پیل کړل.

دغې ډلې تېره میاشت د یمن د سرې بحیرې پر ساحل او د باب المندب پر تنګي کنټرول ترلاسه کړ؛ دا سیمه په داسې حال کې حیاتي ارزښت پیدا کړی، چې له ایران سره د امریکا پراخېدونکې جګړې د هرمز تنګی تر فشار لاندې راوستی دی.

 

وپلټۍ
ټرمپ یو انځور خپور کړی چې پکې د هرمز تنګی د «ټرمپ تنګی» په توګه ښودل شوی دی
اوکراین ویلي دي چې روسیې په کیف کې پر وړکتونونو او ښوونځیو بریدونه کړي دي
ولسمشر اردوغان: خپلې ژبې ته پاملرنه کول، زموږ راتلونکي ته پاملرنه کول دي
ایران امریکا ته د هرمز تنګي د پرانیستو په خاطر نوی وړاندیز وړاندې کړ.
ایران ویلي دي چې د ناټو د سرمنشي څرګندونې د ایران پر ضد په جګړه کې د اروپا د ګډون اعتراف دی.
نتنیاهو په ملګرو ملتونو کې د وینا د پیلولو سره تقريباً۷۰ هیوادونو استازي له تالاره ووتل.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د نیوزویک مجلې پوښتنې ځواب کړې.
ایران پر انګلستان د اسرائیلو د ترهګر رژیم په تاسیسولو کې د رول له امله نیوکه وکړه
امریکا استخبارات : چین د هغو معلوماتو په برابرولو سره چې ایران ته یې ورکړي،د دې هېواد وړتیا لوړه کړې
اوکراین وايي چې د روسیې بریدونو په کیف او خارکیف کې اته کسان وژلي او ملکي ودانۍ یې زیانمنې کړې.
په کسپین سمندرګي کې د پوځي تمریناتو پر مهال نهو تنو قزاقستاني سرتیرو ژوند د لاسه ورکړ .
سي آی اې (CIA) اروپا ته د روسیې د احتمالي بې پیلوټه الوتکو د بریدونو خبرداری ورکړی
ایران ګواښ وکړ که د امریکا بریدونه دوام ومومي، نښته به تر هندي سمندرګي پورې پراخه کړو»
د امریکا پر الوتکې وړونکې بېړۍ کې د ۸ ځان وژنو د هڅو نه خبر ورکړ شوی دی.
اردوغان او د عراق د لومړي وزیر زیدی له لیدنې وروسته «د تورکیې او عراق ګډه مطبوعاتي اعلامیه خپره شوه