منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
د قطر لومړي وزیر نتنیاهو "جنګي مجرم" وباله او د منځګړیتوب پر دوام یې ټینګار وکړ
دوحه وايي چې د سیمه ییزو کړکېچونو سره سره به د امریکا او ایران ترمنځ منځګړیتوب ته دوام ورکړي او د شخړې او پراخو امنیتي اندېښنو د حل لپاره یې د ډیپلوماسۍ غوښتنه کړې ده.
د قطر لومړي وزیر نتنیاهو "جنګي مجرم" وباله او د منځګړیتوب پر دوام یې ټینګار وکړ
الشيخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني

د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو "جنګي مجرم" وباله او ټینګار یې وکړ چې دوحه به د سیمه ییزو کړکېچونو د زیاتېدو سره سره د خپلو منځګړیتوب هڅو ته دوام ورکړي.

د سه شنبې په ورځ له برتانوي خبریال پیرس مورګن سره په یوه مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا هغه نتنیاهو یو جنګي مجرم ګڼي؟ شیخ محمد وویل: " (پرته له شکه). په غزه کې چې څه شوي، هغه جنګي جنایتونه دي، او هر څوک چې د دې مسؤل دی، هغه جنګي مجرم دی."

هغه زیاته کړه: "روغتونونه په نښه شوي، ښوونځي په نښه شوي دي. هر ډول توجیهات او دلیلونه چې وي، هېڅ شی دا نه شي توجیه کولای."

نوموړي همدارنګه نتنیاهو تورن کړ چې پر قطر سیاسي بریدونه کوي ترڅو د ځان او خپل حکومت له کړنو څخه د خلکو پام واړوي.

آل ثاني پر دوحه د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر د ۹مې نېټې د اسرائیلو برید یو ځل بیا وغانده، چې په ترڅ کې یې د حماس چارواکي په نښه کړل، په داسې حال کې چې قطر د منځګړیتوب په هڅو بوخت و. په دغه برید کې د حماس پنځه غړي او یو قطري امنیتي افسر ووژل شول.

هغه وویل: "موږ د منځګړیتوب پر مهال د اسرائیلو له خوا تر برید لاندې راغلو،" او دا برید یې پر یوه منځګړي بې سارې حمله وبلله.

"نتنیاهو له حد څخه اوښتی دی، لکه څنګه چې تر دې وړاندې له نورو حدودو څخه اوښتی و."د کړکېچونو سره سره، آل ثاني وویل چې قطر به ډیپلوماسۍ ته لومړیتوب ورکولو ته دوام ورکړي، او استدلال یې وکړ چې د پردې تر شا اړیکې او ښکېلتیا د پرمختګ لپاره تر ټولو اغېزمنه لاره ده.

هغه وویل: "موږ خپله بشپړه هڅه کوو چې د امریکا حکومت او همدارنګه ایرانیانو ته د حل لارې موندلو په اړه غوره مشورې ورکړو."

د پراخې سیمه ییزې شخړې په اړه، هغه وویل چې د جګړې د مخنیوي لپاره باید دریو مسایلو ته پام وشي: د ایران اټومي پروګرام او بندیزونه، د هرمز په تنګي کې د کښتیو د تګ راتګ ازادي، او هغه سیمه ییز امنیتي ترتیبات چې ایران او د خلیج د همکارۍ شورا هېوادونه پکې ښکېل دي.

نوموړي وویل چې د سیمه ییز امنیت هر ډول چوکاټ باید له پراخې اقتصادي همکارۍ سره موازي د خبرو اترو، نه لاسوهنې او نه تیري پر بنسټ جوړ شي.

د سه شنبې په ورځ وختي، د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري وویل چې دوحه د منځګړیتوب هڅو ته دوام ورکوي او د امریکا او ایران ترمنځ پیغامونه لیږدوي.

هغه وویل چې قطر د لا زیاتې پوځي شخړې (د تاوتریخوالي د پراخېدو) په اړه اندېښمن دی او د یوې سوله ییزې حل لارې په لټه کې دی.

 

وپلټۍ
امریکا استخبارات : چین د هغو معلوماتو په برابرولو سره چې ایران ته یې ورکړي،د دې هېواد وړتیا لوړه کړې
اوکراین وايي چې د روسیې بریدونو په کیف او خارکیف کې اته کسان وژلي او ملکي ودانۍ یې زیانمنې کړې.
په کسپین سمندرګي کې د پوځي تمریناتو پر مهال نهو تنو قزاقستاني سرتیرو ژوند د لاسه ورکړ .
سي آی اې (CIA) اروپا ته د روسیې د احتمالي بې پیلوټه الوتکو د بریدونو خبرداری ورکړی
ایران ګواښ وکړ که د امریکا بریدونه دوام ومومي، نښته به تر هندي سمندرګي پورې پراخه کړو»
د امریکا پر الوتکې وړونکې بېړۍ کې د ۸ ځان وژنو د هڅو نه خبر ورکړ شوی دی.
اردوغان او د عراق د لومړي وزیر زیدی له لیدنې وروسته «د تورکیې او عراق ګډه مطبوعاتي اعلامیه خپره شوه
د تورکیې ولسمشر اردوغان د تورکیې او امریکا د سوداګریزې شورا غونډې ته وینا وکړه
پاکستان په افغانستان کې پر ۱۰ نقطو د هوایي بریدونو د ترسره کولو خبر ورکړ
مهم لنډ خبرونه
د «غزې سولې شورا» به لږ تر لږه ۶ میاشتنی او د ۲,۴۵ میلیارد ډالرو بیا رغونې پلان اعلان کړي
پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې افغان ځواکونو د پاکستان پر سرحدي پوستو بریدونه کړي
تورکيې راکیټسن دفاعي شرکت لخوا جوړ شوي  د ( کره اوک ) ټانک ضد لنډ واټنه وسلې په هوا کې هدف په نښه کړ
اوکراین:په تور سمندرګي کې د روسیې لخوا پر بهرنۍ بیرغ لرونکې کښتۍ برید له امله د کښتۍ کپتان وژل شوی
اسرائیلو په خان یونس کې د ملکي وګړو په یو موټر برید وکړ