منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
اسرائیلي وزیر ادعا کړې چې یوه "ترهګر" د فلاي دوبۍ الوتکې د راغورځولو هڅه کړې
د الوتکې پیلوټان په سعودي عربستان کې له ناستې وروسته روغتون ته ولېږدول شول. د اسرائیلو د ملي امنیت وزیر اتمار بن ګویر وویل، اسرائیلو ته د روانې فلاي دوبۍ الوتکې د بېړنۍ ناستې لامل "یو ترهګر و چې غوښتل یې الوتکه راغورځوي او په کې ناست کسان ووژني".
اسرائیلي وزیر ادعا کړې چې یوه "ترهګر" د فلاي دوبۍ الوتکې د راغورځولو هڅه کړې
فلای دوبۍ

د ښي اړخي افراطي وزیر اتمار بن ګویر په خپلو خبرو کې څرګنده کړه: "یوه 'ترهګر' د ۱۸۰ اسرائیلیانو د وژلو په موخه د الوتکې د راغورځولو هڅه وکړه."

د ای‌اېف‌پي  او اسرائیلي رسنیو لخوا د مسافرو د څرګندونو له مخې، الوتکه د دوو پیلوټانو ترمنځ له هغې شخړې وروسته سعودي عربستان ته په ناسته اړ شوه چې یوه، بل په چاقو وواهه.

په الوتکه کې دوه ټپیان شوي پیلوټان روغتون ته ولېږدول شول
راپورونه وايي چې د سعودي عربستان د تبوک په هوايي ډګر کې د فلاي دوبۍ په ناسته کړې الوتکه کې ټپي شوی مشر پیلوټ (کپتان) او مرستیال پیلوټ روغتون ته لېږدول شوي دي.

د تبوک هوايي ډګر د اعلامیې له مخې، د فلاي دوبۍ الوتکې د سیمه ییز وخت په ۰۹:۴۵ دقیقو په خوندي توګه ناسته وکړه.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د مشر پیلوټ او مرستیال پیلوټ د ټپي کېدو له تثبیت وروسته، دواړه روغتون ته انتقال شوي دي.

د هوايي ډګر په اعلامیه کې نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

څه پېښ شوي وو؟

اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی و چې له دوبۍ څخه تل ابیب ته روانې الوتکې د اردن په هوايي حریم کې د الوتنې پر مهال لومړی د عمومي بېړني حالت کوډ "7700" او بیا د الوتکې د تښتونې کوډ "7500" لېږلی و.

۱۲م چینل (Kanal 12) تلوېزیون خبر ورکړی و چې دا پېښه د مسافر وړونکې الوتکې د دوو پیلوټانو ترمنځ د شخړې له امله رامنځته شوې ده.

ویل شوي وو چې د شخړې پر مهال یوه پیلوټ خپل هوش له لاسه ورکړی او په همدې ترڅ کې په تېروتنې سره د بېړني حالت کوډ لېږل شوی دی.

همدارنګه راپور ورکړل شوی چې د هغې ادعا په اړه څېړنې روانې دي چې ګواکې یوه پیلوټ د ځانوژنې او الوتکې د راغورځولو هڅه کوله، او اسرائیلي مسافرو یې د مخنیوي هڅه کړې ده.

یوه جګپوړي اسرائیلي چارواکي ۱۲م چینل ته په خبرو کې ادعا کړې وه چې په تل ابیب کې دا پېښه د یوه ترهګریز برید په توګه ارزول شوې او "په وروستۍ شېبه کې د یوه ستر ناورین مخه نیول شوې ده".

په وروستي خبر کې د هغو معلوماتو یادونه شوې چې ګواکې مرستیال پیلوټ چې ویل کېږي د عمان تبعه دی، مشر پیلوټ څو ځله په چاقو وهلی دی، او ادعا شوې چې د الوتکې عملې او یو شمېر مسافرو د کاکپیټ (د پیلوټ د کابین) دروازه ماته کړې او دننه ننوتل ترڅو د مرستیال پیلوټ مخه ونیسي.

سربېره پر دې، ادعا شوې چې د کاکپیټ خونې ته په ننوتونکو مسافرو کې ځینې پیلوټان هم وو او په دې توګه د الوتکې د راغورځېدو مخه نیول شوې ده.

 

وپلټۍ
امریکا استخبارات : چین د هغو معلوماتو په برابرولو سره چې ایران ته یې ورکړي،د دې هېواد وړتیا لوړه کړې
اوکراین وايي چې د روسیې بریدونو په کیف او خارکیف کې اته کسان وژلي او ملکي ودانۍ یې زیانمنې کړې.
په کسپین سمندرګي کې د پوځي تمریناتو پر مهال نهو تنو قزاقستاني سرتیرو ژوند د لاسه ورکړ .
سي آی اې (CIA) اروپا ته د روسیې د احتمالي بې پیلوټه الوتکو د بریدونو خبرداری ورکړی
ایران ګواښ وکړ که د امریکا بریدونه دوام ومومي، نښته به تر هندي سمندرګي پورې پراخه کړو»
د امریکا پر الوتکې وړونکې بېړۍ کې د ۸ ځان وژنو د هڅو نه خبر ورکړ شوی دی.
اردوغان او د عراق د لومړي وزیر زیدی له لیدنې وروسته «د تورکیې او عراق ګډه مطبوعاتي اعلامیه خپره شوه
د تورکیې ولسمشر اردوغان د تورکیې او امریکا د سوداګریزې شورا غونډې ته وینا وکړه
پاکستان په افغانستان کې پر ۱۰ نقطو د هوایي بریدونو د ترسره کولو خبر ورکړ
مهم لنډ خبرونه
د «غزې سولې شورا» به لږ تر لږه ۶ میاشتنی او د ۲,۴۵ میلیارد ډالرو بیا رغونې پلان اعلان کړي
پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې افغان ځواکونو د پاکستان پر سرحدي پوستو بریدونه کړي
تورکيې راکیټسن دفاعي شرکت لخوا جوړ شوي  د ( کره اوک ) ټانک ضد لنډ واټنه وسلې په هوا کې هدف په نښه کړ
اوکراین:په تور سمندرګي کې د روسیې لخوا پر بهرنۍ بیرغ لرونکې کښتۍ برید له امله د کښتۍ کپتان وژل شوی
اسرائیلو په خان یونس کې د ملکي وګړو په یو موټر برید وکړ