نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
اوکراین ویلي دي چې روسیې په کیف کې پر وړکتونونو او ښوونځیو بریدونه کړي دي
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وویل چې د روسیې پوځ د اوکراین په  پلازمېنه کییف د هوايي بریدونو پر مهال وړکتونونه، د ښوونځیو ودانۍ او د ملکي زیربناوو مختلف تاسیسات په نښه کړي دي.
اوکراین ویلي دي چې روسیې په کیف کې پر وړکتونونو او ښوونځیو بریدونه کړي دي
روسیه بریدونه

ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د ټولنیزې شبکې پر حساب په یوه خپاره کړي پیغام کې، د روسیې له لوري پر کییف د ورځې په اوږدو کې د روانو بریدونو په اړه ارزونه وکړه.

زیلینسکي د دې خبرې په ټینګار سره چې د ښار په بېلابېلو برخو بریدونه شوي، وویل: "نن یوازې په کییف کې، روسي بې پیلوټه الوتکو (ډرونونو) دوه وړکتونونه او دوې ښوونځي، یو عادي استوګنځی، د تېلو یو سټیشن، ګڼ شمېر ګودامونه او د اړیکو تاسیسات وویشتل."

ولادیمیر زیلینسکي د دې په یادولو سره چې دغه ډول بریدونه د اوکراین ټولنې پر وړاندې ترسره شوي، زیاته کړه: "د داسې هدف ټاکل په ټوله نړۍ کې په یوه ټکي سره تروریزم بلل کېږي."

زیلینسکي څرګنده کړه چې د بریدونو له امله لسګونه کسان ټپیان شوي او ځینې مړه شوي دي، او زیاته کړه چې د روسیې پوځ له تېرې ورځې راهیسې په خپلو روانو بریدونو کې ۲۷۷ بې پیلوټه الوتکې کارولې دي او ویې ویل: "د زیانمنو شویو تاسیساتو په ډله کې هغه ودانۍ هم شته چې د سعودي عربستان د سفیر د استوګنځي په توګه کارول کېده."

زیلینسکي وویل چې د بریدونو له امله د دنیپروبتروفسک په سیمه کې یو سپورټي ښوونځی هم زیانمن شوی، او خبر ورکړ چې د سومی په سیمه کې هم د ماشومانو لپاره یوه ودانۍ لګېدلې ده.

اوکرایني مشر د روسیې پر وړاندې د فشارونو د زیاتولو په غوښتنه وویل چې د سپټمبر په میاشت کې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا لاسلیک شوی قانون باید پلي شي، کوم چې د روسي حکومت، دولتي شرکتونو پر وړاندې د بندیزونو لګولو او له روسیې څخه د انرژۍ پر واردونکو هېوادونو د تعرفو وضع کولو غوښتنه کوي. هغه زیاته کړه: "دا یو داسې قانون دی چې که په پوره توګه پلي شي، نو ډېر شيان به په مثبت لوري بدل کړي."

 

وپلټۍ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د تورکیې او امریکا د سوداګریزې شورا غونډې ته وینا وکړه
پاکستان په افغانستان کې پر ۱۰ نقطو د هوایي بریدونو د ترسره کولو خبر ورکړ
مهم لنډ خبرونه
د «غزې سولې شورا» به لږ تر لږه ۶ میاشتنی او د ۲,۴۵ میلیارد ډالرو بیا رغونې پلان اعلان کړي
پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې افغان ځواکونو د پاکستان پر سرحدي پوستو بریدونه کړي
تورکيې راکیټسن دفاعي شرکت لخوا جوړ شوي  د ( کره اوک ) ټانک ضد لنډ واټنه وسلې په هوا کې هدف په نښه کړ
اوکراین:په تور سمندرګي کې د روسیې لخوا پر بهرنۍ بیرغ لرونکې کښتۍ برید له امله د کښتۍ کپتان وژل شوی
اسرائیلو په خان یونس کې د ملکي وګړو په یو موټر برید وکړ
د ایران دولتي تلویزیون: د بهرنیو چارو وزیر عراقچي د ترامپ له ځانګړو استازو ویتکوف او کوشنر سره وکتل
د بریتانیا لومړي وزیر برنهم وویل چې په غزه او لوېدیځه غاړه کې د  روان وضعیت پر وړاندې به چپ پاتې نشي
فیدان په نیویارک کې د سعودي عربستان او سوریې د بهرنیو چارو وزیرانو سره لیدنه وکړه
د ورځې مهم لنډ خبرونه
د فرانسې ولسمشر مکرون: په غزه کې روان حالت د ټولو لپاره د شرم انځور دی
ملګروملتونو په ۸۱ اسامبله کې د ولسمشر اردوغان د نړۍ په کچه د ټولنیزو رسنیو د بحث اصلي موضوع وګرځیده
اردوغان: د فلسطین دولت د لمنځه وړو هڅې په ناکامۍ محکومې دي.