د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو انځور خپور کړی چې د هرمز تنګی د «ټرمپ تنګی» په توګه ښيي.
ټرمپ د خپلو ټولنیزو رسنیو د پلیټ فارم له لارې د خلیج سیمې یوه نقشه شریکه کړه او د هرمز تنګی هغه برخه چې په دایره کې راغلې وه, د «ټرمپ تنګی» په توګه یاده کړه.
ټرمپ د سپټمبر په ۲مه په خپل ټولنیز حساب کې په یوه خپاره کړي پیغام کې ادعا کړې وه چې د هرمز تنګی د امریکا تر کنټرول لاندې دی، او ویلي یې وو چې ښايي د دې ځای نوم «ټرمپ تنګی» ته بدل کړي.
وړاندیز شوي
د امریکا ولسمشر په خپلو مخکنیو ځینو څرګندونو کې هم ادعا کړې وه چې د هرمز تنګی د امریکا د سمندري ځواکونو تر کنټرول لاندې دی او دا سیمه د «امریکا خاوره» ګڼل کېدای شي.




















