د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې دی چمتو دی د ایران د اټومي پروګرام په تړاو د عملي ګامونو پورته کولو په بدل کې پر دغه هېواد بندیزونه کم کړي او د ایران کنګل شوې شتمني ازاده کړي.
ډونالډ ټرمپ د خپلې ټولنیزې رسنۍ له لارې په دې اړه یو پیغام خپور کړ.
ټرمپ د اکسیوس (Axios) خبري سایټ هغه راپور دروغ وباله چې ګواکې دی پر تهران د بندیزونو کمولو ته لیواله دی، او ویې ویل: "دا رښتیا نه ده، ما هغوی ته هیڅ وړاندیز نه دی کړی."
ټرمپ دغه خبر بې بنسټه وباله او ټینګار یې وکړ چې باید سمدلاسه لرې شي.
اکسیوس د هغو امریکايي چارواکو په حواله چې نه یې غوښتل نومونه یې واخیستل شي، په خپل راپور کې ادعا کړې وه چې ټرمپ لیواله دی د ایران د اټومي پروګرام په اړه د عملي ګامونو پورته کولو په بدل کې پر تهران لګول شوي بندیزونه کم کړي او د دوی کنګل شوې شتمني ازاده کړي.
په راپور کې راغلي وو چې یاده موضوع د امریکا او ایران ترمنځ د هوکړې (تړون) د رامنځته کولو لپاره د قطري او پاکستاني منځګړو د ډیپلوماټیکو هڅو او اړیکو پر مهال مطرح شوې وه.


















