د امریکا د رسنیو د راپورونو له مخې، سپینې ماڼۍ له پنټاګون څخه غوښتي چې پر ایران د هغو پوځي بریدونو لپاره طرحې چمتو کړي چې د امریکا د نوامبر د ۳مې د منځمهاله ټاکنو له ترسره کېدو مخکې عملي کېدای شي.
د دغو راپورونو په غبرګون کې، د پنټاګون یوه چارواکي وویل: "د وزارت دنده دا ده چې پوځي انتخابونه چمتو او ولسمشر ته وړاندې کړي."
چارواکي نه دا مشخص پلان تایید کړ او نه یې رد کړ.
د اتلانتیک په یوه خبر کې ویل شوي چې د احتمالي بریدونو کچه، د هدف لیستونه او وروستۍ تصویب د داخلي بحث لاندې دي، د ولسمشر څو سلاکارانو استدلال کړی چې د بریدونو لپاره ستراتیژیک مناسب فرصت به د منځمهاله ټاکنو وروسته ښه وي ترڅو د کورنیو تیلو بیو کې د زیاتوالي مخه ونیول شي.
د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي ټینګار کړی چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ «هر وخت ټولو انتخابونو ته لاسرسی لري» او زیاته یې کړه: «متحده ایالات په ډېر قوي دریځ کې دی... ولسمشر ټرمپ ټول کارتونه په لاس کې لري او هر هغه څه به وکړي چې د متحده ایالاتو لپاره تر ټولو غوره وي.»
د سنټکام چمتووالی
اکسیوس د چهارشنبې په ورځ څرګنده کړه چې پنټاګون څو ورځې وړاندې د امریکا مرکزي قوماندې (سنټکام) ته لارښوونه وکړه چې د ایران په وړاندې د لویو جنګي عملیاتو د بیا پیل لپاره چمتووالی بشپړ کړي، چې انرژي، زیربناوې او اټومي تاسیسات پکې شامل دي.
که څه هم په دې لارښوونه کې د برید لپاره کومه ټاکلې نېټه نه وه مشخصه شوې، خو امریکايي او اسرائیلي سرچینو ویلي چې دا اقدام ښايي د اکتوبر د ۲۷مې د اسرائیلو د پارلماني ټاکنو له ترسره کېدو سره هممهاله ترسره شي.
دغه پلان جوړونه د ټرمپ د ملي امنیت ټیم لخوا د جمعې په ورځ د کمپ ډیویډ په اوږدو کې د اوږدې غونډې وروسته ترسره شوه.
ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په مستقیم ډول د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره خبرې وکړې. دا په تېرو څو ورځو کې د دواړو ترمنځ د دویم ځل خبرې اترې وې. نتنیاهو تر دې مخکې د امنیت له کابینې سره د وضعیت په اړه خبرې کړې وې.
د هر ډول بیا پیل شوي برید په صورت کې به امریکايي او اسرائیلي ځواکونه په ګډه عملیات ترسره کوي.
مستقیمې جګړه ییزې نښتې د فبرورۍ په ۲۸مه پیل شوې، کله چې امریکا او اسرائیلو پر ایران جګړه پیل کړه، چې له امله یې په سیمه کې د توغندیزو ځوابي بریدونو او د هرمز تنګي په اوږدو کې د تګ راتګ د ګډوډۍ لړۍ رامنځته شوه.
که څه هم د پاکستان او قطر په منځګړیتوب د تفاهم یو یادداشت په جون میاشت کې د جګړې د درېدلو لامل شو، خو د اټومي پروګرام، بندیزونو او سمندري تګ راتګ په اړه د غوښتنو له امله ډیپلوماټیکې خبرې اترې له ځنډ سره مخ شوې دي.




















