د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت سرچینو انادولو خبري اژانس ته ویلي، چې تورکیې په رسمي ډول په اروپا کې د امنیت او همکارۍ سازمان (OSCE) سرمنشي، فریدون سینیرلي اوغلو د ملګرو ملتونو د سرمنشي په توګه کاندید کړی دی.
د جمعې د ورځې دا پریکړه د انتخاب په پروسه کې د بن بست له رامنځته کیدو وروسته وشوه، ځکه چې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې وروستۍ ازمایښتي (غیر رسمي) رایه اچونه پرته له کومې پایلې پای ته ورسیده.
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ او د امنیت شورا رئیسانو ته په یوه استول شوي لیک کې، په ملګرو ملتونو کې د تورکیې استازي احمد یلدیز، د ملګرو ملتونو د منشور او د عمومي اسمبلۍ د پریکړه لیک سره سم، د ولسمشر رجب طیب اردغان د کاندیداتورۍ مکتوب وسپاره.
سینیرلي اوغلو یو تجربه کار تورکي ډیپلوماټ دی چې د ۲۰۲۴ کال له ډسمبر راهیسې یې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان د سرمنشي په توګه دنده ترسره کوي.
هغه د تورکیې د بوغازيچي پوهنتون څخه په سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو کې ماسټري او دوکتورا لري.
سینیرلي اوغلو خپله ډیپلوماټیکه دنده په ۱۹۸۲ کال کې د تورکیې د بهرنیو چارو په وزارت کې پیل کړه.
وروسته یې په هاګ او بیروت کې د تورکیې په سفارتونو کې دندې ترسره کړې او په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د تورکیې د سیاسي سلاکار (۱۹۹۲-۱۹۹۶) په توګه پاتې شوی.
نوموړي په ۲۰۱۵ کال کې د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر په توګه دنده ترسره کړه.
له ۲۰۱۶ څخه تر ۲۰۲۳ پورې، هغه په ملګرو ملتونو کې د تورکیې دایمي استازی و.
د ۲۰۲۳ کال په اپریل کې، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټریش هغه د امنیت شورا د پریکړې پر بنسټ د افغانستان د خپلواکې ارزونې لپاره د ځانګړي همغږي کوونکي په توګه وټاکه.
په ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په میاشت کې، هغه لومړنی ترکي تبعه شو چې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان د سرمنشي په توګه وټاکل شو.
ټاکنه
یو کاندید په امنیت شورا کې لږترلږه نهو (۹) رایو ته اړتیا لري ترڅو اړین ملاتړ ترلاسه کړي، پداسې حال کې چې د امریکا، چین، فرانسې، روسیې او بریتانیا په ګډون پنځه دایمي غړي کولی شي د ویټو (Veto) له لارې یو کاندید رد کړي.
وروستی کاندید باید د عمومي اسمبلۍ لخوا وټاکل شي، دا ګام عموماً یوازې یوه تشریفاتي بڼه لري کله چې امنیت شورا هوکړې ته ورسیږي.
د اوسني سرمنشي انتونیو ګوټریش کاري دوره د ډسمبر په ۳۱مه پای ته رسیږي.
تر اوسه پورې اته (۸) کاندیدان نومول شوي دي: د کوسټاریکا ډیپلوماټه ربیکا ګرینسپان، د ارجنټاین د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي، د سینیګال پخوانی ولسمشر مکي سال، په ملګرو ملتونو کې د ګیانا سفیره کارولین روډریګز بیرکیټ، د اکوادور د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ پخوانۍ رئیسه ماریا فرنانډا اسپینوزا، د چلی پخوانۍ ولسمشره میشیل باچلیټ، د یوګانډا سیاستوال او ډیپلوماټ اولارا اوتونو او د اکوادور ډیپلوماټه ایوون اباکي.
تمه کیږي چې راتلونکی سرمنشي به د راتلونکي کال د جنورۍ په لومړۍ نیټه خپله پنځه کلنه دوره پیل کړي.
د امنیت شورا دغه ازمایښتي (غیر رسمي) رایه اچونه د ۱۹۸۰مې لسیزې په پیل کې د دوو کاندیدانو ترمنځ د هغه بن بست د ماتولو په هڅه کې رامنځته شوه چې د ویټوګانو له امله دریدلي وو.
دغه غیر رسمي میکانیزم، په مختلفو بڼو، د هغو هیوادونو د نیوکو سره سره دوام موندلی چې د دې مبهم (ناڅرګند) بهیر مخالفت کوي.
د امنیت شورا د ۱۵ غړو څخه هر یو باید په پټ ډول (له نوم ښودلو پرته) هر کاندید ته د دریو نښو څخه یوه وټاکي:




















