نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د امریکا د کډوالۍ ادارې د تاوتریخوالي ډکې نیونې پر مهال د یوه امریکایي وګړي مټ مات کړی
د هغه د کورنۍ او سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، د شنبې په ورځ د کالیفورنیا په لانګ بیچ  ښار کې په یوه واټ کې د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو د پلي کولو ادارې د اجنټانو لخوا د نیونې پر مهال د یوه امریکایي وګړي مټ مات شوی دی.
د امریکا د کډوالۍ ادارې د تاوتریخوالي ډکې نیونې پر مهال د یوه امریکایي وګړي مټ مات کړی
د امریکا د کډوالۍ ادارې د تاوتریخوالي ډکې نیونې پر مهال د یوه امریکایي وګړي مټ مات کړی

د قرباني لور، لیسلي ګونزالز د خپل پلار د طبي لګښتونو د پوره کولو په موخه د مرستې ټولولو یوه پاڼه (GoFundMe) جوړه کړې ده. ګونزالز لیکلي چې پلار یې پر خپل برېښنایي بایسکل د تګ پر مهال د فدرالي اجنټانو د یوه ملکي موټر لخوا «ووهل شو»، ورپسې «دوه ځله په برېښنایي ټوپک (ټېزر) وویشتل شو او پر ځمکه وغورځول شو» او وروسته په سخت ټپي حالت کې روغتون ته ولېږدول شو.

د ریکارډو ګونزالز دغه له تاوتریخوالي ډکه نیونه د لانګ بیچ د ښاروال ریکس ریچارډسن  او د کانګرس د ډیموکرات غړي رابرټ ګارسیا لخوا، چې د ټاکنو په حوزه کې یې لانګ بیچ هم شامل دی، وغندل شوه. ګارسیا وویل: «زه پر هغو ګاونډیانو ویاړم چې پېښه یې ثبت کړه او د هغې کورنۍ ترڅنګ ودرېدل چې د د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو د پلي کولو ادارې لخوا په ډار او وحشت کې اچول شوې وه.»

د پروپبلیکا (ProPublica) بنسټ لخوا د اکتوبر په میاشت کې د خپرې شوې یوې څېړنې له مخې، په تېرو دوو کلونو کې لږ تر لږه ۵۰۶ امریکایي وګړي د  امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو د پلي کولو ادارې لخوا نیول شوي دي؛ او د ماشومانو په ګډون شاوخوا یوه درجن (دولس تنه) امریکایان په تېروتنې سره له هېواده ایستل (ډیپورټ) شوي دي.

 

وپلټۍ
د کانګرس کنټرول: د تېرو منځمهالو ټاکنو لړۍ د نوامبر په میاشت کې د جمهوري غوښتونکو ننګونو ته رڼا اچوي
انګلستان به د حوثیانو پر وړاندې د دفاع په موخه سعودي عربستان ته جنګي الوتکې واستوي.
د مالي په میناکا سیمه کې پر کمپونو بریدونو کې ۴۰ ملکي وګړي وژل شوي
اوکراین: د روسیې د تېرې شپې په بریدونو کې ۳ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي
امریکا اوکراین ته د پیټریوټ (Patriot) توغندیو د لېږد تایید ځنډولی
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د یونان ساموس ټاپو ته نږدې د کښتۍ ډوبېدو له امله ګڼشمیر کډوالو ژوند د لاسه ورکړی.
کرملین د اروپا په ناکراریو کې د روسیې د لاس لرلو ادعاوې رد کړې
جرمني د ایران سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
د پاکستان په جنوب لویدیځ کې یو پوځي افسر او څلور ترهګر ووژل شول
ټرمپ په روسیه کې د ډیزلو پر چاڼځایونو د اوکراین پر بریدونو نیوکه وکړه
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر روبیو وویل چې اوکراین او روسیه باید د جګړې پر پای باندې غور وکړي.
د کیف د مترو په یو تمځای باندې د روسیې لخوا مرګونی برید شوی دی.
په بلجیم کې د لاریونونو پر مهال د نیول شویو کسانو شمېر ۱۹۵ ته ورسېد
د مهمو خبرونو غورچاڼ
مارکو روبیو وايي، د ټرمپ لخوا پر روسیې د بندیزونو ځنډول به د ۶۰ ورځو بیاکتنې ته لاره هواره کړي
د کاناډا په یوه پوځي اډه کې د اورلګېدنې له امله د مرګ ژوبلې راپورونه ورکړل شوي
په فرانسه کې د ګرانۍ پر ضد لاریونونه پر تاوتریخوالي واوښتل او درانه زیانونه يي اړولي دي
ټرمپ پر روسیې نوي بندیزونه معاف کړل، په داسې حال کې چې له اوکراین سره یې اختلافات ژور شوي دي
چین د سپینې ماڼۍ نوې ویاندې ته له پاروونکو څرګندونو وروسته چین ته  د « لا زیاتو سفرونو» بلنه ورکړه